د طالبانو له اوربنده د ملي پخلاینې شورا هرکلی؛ «حکومت هم تیاری لري او اعلان به شي»

اطلاعات روز: طالبانو ډلې د راتلونکي کوچني اختر په پار د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان او له خپلو جنیګالیو یې غوښتي چې په دغې موده کې ټول هېواد کې خپل تعرضي عملیات ودروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیګاه (یکشنبه، ۱۹ د غویي) پر خپل ټوېټ دغه خبر خپور او ویلي یې دي چې هېوادوالو ته د ډاډمنې فضا برابرولو لپاره دغه ګام اخلي.

ښاغلي مجاهد په خپل ټوېټ کې خپلو جنګیالیو ته لیکلي: «او که په یادو دریو ورځو کې د دښمن لخوا پرتاسو کوم تعرض او برید وشو، له خپلو ځانونو او سیمو څخه په کلکه ساتنه او دفاع وکړئ.»

د طالبانو د اوربند دغه اعلان کې ویل شوي چې په دغې موده کې طالبان او دولتي ځواکونه باید د یو بل سیمو ته لاړ نه شي.

د طالبانو له دې اعلانه د ملي پخلاینې عالي شورا هرکلی کړی او ویلی یې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هم تیاری لري او اعلان به شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیګاه ناوخته په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي : «د اختر ورځو کې د اوربند له اعلانه هرکلی کوو. له دې سره چې دا اعلان د ملي ماتم په درشل او د خپلو زیات شمېر بې ګناه هېوادوالو له لاسه ورکولو وروسته وشو، خو د دې خاورې د نورو انسانانو خوندیتوب لپاره ښه او د ستاینې ګام دی.»

ښاغلي خوځون دغه راز په دوام کې لیکلي، هیله لري چې دغه اعلان تمدید او د رغوونکو او موخیزو خبرو اترو جریان سره دوام پیدا کړي. د ده په وینا، اوربند د ټولو جنګ ځپلو پرګنو غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو ورځو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په تېرو څه کم لس ورځو کې په غزني، بغلان، هلمند، کندهار او هرات کې سختو جګړو دوام لرلی دی.

په لومړي ځل ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې، د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ. طالبانو هم د دې ګام په هرکلي، یوازې د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

دغه راز طالبانو تېر کال هم د لوی اختر په پار درې ورځې اوربند اعلان کړ. په هغې وخت کې ولسمشر غني هم له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې اوربند مراعت کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته