په پاکستان کې د سویس او ناروې سفیرانو او د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي په اسلاماباد کې په یوه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د سویس سفارت په خپله ایکسپاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د دغه سفارت په مقر کې جوړه شوې وه.
د سویس سفارت ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي او په پاکستان کې د ناروې سفیر سیګوالد هاوګه هم ګډون کړی و.
د دغه سفارت په وینا، اروپايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د روانو تحولاتو او د هغو پر سیمهییزو اغېزو د نظر تبادله کړې ده.
په پاکستان کې د سویس سفیر، سټیفان رای ویلي، چې یو باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې ثبات «دوامدارې نړیوالې همکارۍ، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږۍ او د سیمې له هېوادونو سره دوامداره خبرو اترو» ته اړتیا لري.
د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د شنبې په ورځ د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر له رییس ملا عبدالواسع سره په خبرو کې ویلي وو، چې بریتانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره هڅې کوي.
