هبت‌الله: د افغانستان ټول خلک حنفي مذهبه دي

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې په خپله وینا کې ویلي، چې د افغانستان ټول خلک د حنفي مذهب پیروان دي.

نوموړي په خپله شاوخوا یو نیم ساعته وینا کې، چې نن (سې‌شنبه، د لړم ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو خپره کړې، ویلي چې د شریعت له مخې امام د مذهب د ټاکلو واک لري او په افغانستان کې به ټول خلک د حنفي مذهب پیروان وي. د هغه په وینا، د شافعي مذهب پر بنسټ عمل کول ناروا دي.

د طالبانو مشر زیاته کړې، چې خلک باید د یوه نظر او یوې فقهي لارې پر بنسټ راټول شي.

تر دې وړاندې د طالبانو نورو چارواکو، د دې ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر په ګډون، هم ویلي وو چې په افغانستان کې یوازې یو مذهب شته.

باور دا دی چې د افغانستان د نفوس لویه برخه اهل سنت او حنفي مذهبه دي؛ خو د دغه هېواد د مذهبي جوړښت تنوع هم د پام وړ ده.

له اهل سنتو وروسته، شیعیان په افغانستان کې دویمه لویه مذهبي ډله جوړوي. د ځینو اټکلونو له مخې، د دغه هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د شیعه مذهب پیروان دي.

د شیعه وګړو ډېره برخه هزاره‌ګان جوړوي، خو د افغانستان د نورو قومونو ځینې وګړي هم د دغه مذهب پیروان دي.

د افغانستان په پخواني حکومت کې جعفري مذهب په رسمیت پېژندل شوی و او د شیعیانو لپاره د شخصیه احوالو قانون تصویب شوی و، چې له مخې یې د دغه مذهب د پیروانو شخصي او حقوقي چارې تنظیمېدې.

طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته د شیعه مذهب رسمیت او د شخصیه احوالو قانون لغوه کړل.

شیعیان د هغه څه په اړه نیوکې کوي چې د طالبانو له لوري یې مذهبي محدودیتونه بولي.

په تېرو پنځو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبان د اهل تشیع د اسماعیلیه ټولنې پر غړو د مذهب بدلولو لپاره فشار راوړي.

په دې وروستیو کې طالبانو په ځینو ولایتونو کې شیعه دیني عالمان هم د نامعلومو دلایلو له مخې نیولي او زنداني کړي دي.

په هرات کې دغې ډلې دوه شیعه دیني عالمان د ماتم مراسمو د جوړولو له امله نیولي او ویل کېږي چې ترې یې ژمنه اخیستې، چې نور به دا ډول مراسم نه جوړوي.

همدارنګه طالبانو په بامیان کې څلور شیعه دیني عالمان هغه مهال نیولي، چې د شیعه دیني مدرسو زده‌کوونکو ته یې د میاشتنیو مرستو د وېش چارې ترسره کولې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته