ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلچر، په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره د دې سازمان د بېړنیو مرستو له مرکزي صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن (سې‌شنبه، د لړم ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بودجه په افغانستان کې د شاوخوا ۸۲۴ زره هغو کسانو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې، چې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

اوچا زیاته کړې، چې دغه بودجه په داسې مهال برابرېږي، چې کورنۍ له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو، د خوړو له نه‌خوندیتوب، د ژمي له ګواښونو او وچکالۍ سره مخ دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه بودجه به د خوړو خوندیتوب او کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه، اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې د اوو پروژو ملاتړ وکړي.

د دې ادارې په وینا، د دغې بودجې موخه د کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او په هغو سیمو کې د اړینو خدمتونو ساتل دي، چې سختې اړتیاوې، د مرستو په رسولو کې ځنډ او موسمي ګواښونه پکې یوځای شوي دي. دغه مرستې به د مخنیوي وړ مړینو، ناروغیو او د خوندیتوب اړوندو خطرونو په کمولو کې هم مرسته وکړي.

په افغانستان کې د اوچا رییس، برونو لمارکي ویلي: «د هغو کورنیو لپاره چې اوس د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي، راتلونکی ژمی به لا ډېر فشارونه رامنځته کړي. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې خلک د وضعیت تر لا خرابېدو مخکې خوړو، روغتیايي پاملرنې، پاکو اوبو او د خوندیتوب خدمتونو ته لاسرسی ولري.»

هغه زیاته کړې: «دغه بودجه به له بشري مرستندویه شریکانو سره مرسته وکړي، چې هغو ټولنو ته ورسېږي چې له ډېرو خطرونو سره مخ دي؛ خو په هماغه اندازه مهمه ده چې مرستې په همغږۍ ووېشل شي او ملي او سیمه‌ییز بنسټونه، د ښځو تر مشرۍ لاندې ډلې په ګډون، وکولای شي خپل مهم رول ته دوام ورکړي.»

د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي او سیمه‌ییز بنسټونه به د دغو مرستو په رسولو کې مهم رول ولري. د مرستو په وېش کې به زیان‌ګالو بېرته راستنېدونکو، کورنیو بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې ښځې او نجونې، ماشومان، سپین‌ږیري او معلولیت لرونکي کسان به په ځانګړې توګه په پام کې ونیول شي.

اوچا ویلي، چې دغه بودجه د ۴۸ میلیونه ډالرو د یوې پراخې او همغږې مرستندویه برنامې برخه ده، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لوري د نورو ۳۰ میلیونه ډالرو په ځانګړي کولو سره بشپړېږي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د مرکزي صندوق له لوري ځانګړې شوې بودجه به د ملګرو ملتونو له ادارو سره د اړینو توکو او حیاتي خدمتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري مرستو صندوق به خپلو بشري مرستندویه شریکانو ته مستقیمه بودجه ورکړي، څو د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي، د مرستو په رسولو کې بېړنۍ تشې ډکې کړي او د ال‌نینو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو لپاره له زیان‌ګالو ټولنو سره لومړني اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان میلادي کال کې د افغانستان د بشري مرستو د غبرګون پروګرام له سختې بودجوي کمښت سره مخ دی.

اوچا په روان کال کې په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیان‌ګالو کسانو د مرستې لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه؛ خو تر اوسه یې یوازې ۳۳.۸۸ سلنه بودجه برابره شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته