د «افغانستان لپاره ښځې» سازمان اعلان کړی، چې د افغان ښځینه فعالانو څلورمه غونډه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې جوړه شي.
دغه سازمان نن (سېشنبه، د لړم ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا غونډه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ او د «حسابورکونې له لارې عدالت او سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان ښځو رهبري» تر سرلیک لاندې جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې موخه یوازې د پیوستون څرګندول او سیاسي ژمنې کول نه دي، بلکې د عملي اقداماتو او دوامدارو لارو چارو موندل دي، څو د افغانستان د راتلونکي او اوسني وضعیت په اړه د پرېکړو په بهیر کې د افغان ښځو معنادار حضور او ګډون تضمین شي.
د «افغانستان لپاره ښځې» سازمان ویلي، چې د دې غونډې په ترڅ کې به د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو د راجلبولو په موخه د «یو میلیون لاسلیکونو» کمپاین هم پیل شي او له څلورو ځوانو ورزشکارانو څخه به ستاینه وشي.
ټاکل شوې، چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل البارس، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو لوړپوړي استازي او افغان ښځینه فعالان په دې غونډه کې ګډون وکړي.
دغه سازمان ویلي، چې په غونډه کې به څلور لوړپوړي ګردي مېزونه جوړ شي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې مهمو ننګونو او فرصتونو ته به پکې کتنه وشي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بحثونو کې به زدهکړې، اقتصادي پیاوړتیا او د ستونزو پر وړاندې مقاومت، نړیوال عدالت او حسابورکونه، د ښځو د حقونو په اړه اسلامي لیدلوري او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په بهیر کې د ښځو اغېزمن او معنادار مشرتابه شامل وي.
دا غونډه د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې د هغو غونډو په لړ کې څلورمه ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې هم په هسپانیه کې جوړې شوې دي.
د دغو غونډو د همغږۍ او مدیریت چارې د «افغانستان لپاره ښځې» سازمان پر غاړه لري، چې مشري یې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي کوي.
