د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي: داعش خراسان په افغانستان کې ډرون الوتکو ته لاسرسی موندلی او پر طالبانو فشار راوړي

الکساندر زویف، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست او مرستیال سرمنشي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړتیا په حال کې ده او عصري تاکتیکي وسایلو ته، د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون، لاسرسی موندلی دی.

زویف له روسي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې، چې نن (پنج‌شنبه، د لړم ۲۸مه) خپره شوې، ویلي چې د «القاعده» شبکه او د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې چې دغه ډلې د سیمې او له هغې ورهاخوا د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي د داعش خراسان په اړه ویلي:

«دغه ډله د افغانستان پر بالفعل چارواکو (طالبانو) د پام وړ فشار راوړي او هڅه کوي چې هم د دغه هېواد دننه او هم له پولو بهر عملیات ترسره کړي.»

زویف زیاته کړې چې داسې ښکاري چې داعش خراسان خپلې وړتیاوې بېرته پیاوړې کوي.

د هغه په وینا، ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو څخه داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي دغه ډلې عصري تاکتیکي وسایلو ته، د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په ګډون، لاسرسی موندلی دی.

هغه ټینګار کړی:

«دا یوه مشخصه ننګونه ده چې موږ ټول باید د مقابلې لپاره یې اقدام وکړو.»

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست همداراز په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله په افغانستان کې مېشته ده او له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

د الکساندر زویف په وینا، «د تحریک طالبان پاکستان ترهګریز بریدونه تر ډېره پاکستان په نښه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د هغوی د عملیاتي وړتیاوو د پراختیا په اړه، په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوژۍ او ډرون الوتکو د کارولو په تړاو، اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

بلخوا، د طالبانو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې په دې اړه بېلابېل او متناقض دریځونه څرګند کړي دي. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري او په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی؛ خو په ورته وخت کې یې د دغه ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوالې ټولنې او د ټکنالوژۍ له شرکتونو، لکه ټیلیګرام او ټیک‌ټاک، څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته