په کابل پوهنتون کې د طالبانو د ملاتړو ملايانو غونډه د یوې پرېکړهلیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. ګډونوالو په دغه پرېکړهلیک کې له خلکو غوښتي چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده «اطاعت او ملاتړ» وکړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، په دې غونډه کې شاوخوا درې زره دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې طالبانو ورته د «علمي او څېړنیز کنفرانس» نوم ورکړی و، د دوشنبې په ورځ پیل شوې وه او موضوع یې د ملا هبتالله د فرمانونو د اغېزو څېړل وو.
د دې غونډې په وروستي پرېکړهلیک کې چې نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) خپور شو، راغلي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د «علمي څېړنو او ساحوي مشاهداتو» په پایله کې څرګنده شوې چې یاد فرمانونه د اسلامي شریعت له اصولو، دیني ارزښتونو او د ټولنې له اړتیاوو سره سمون لري او د نظام د چارو د تنظیم او عدالت د ټینګښت لپاره ارزښتناک بنسټونه ګڼل کېږي. همدارنګه پراخې شرعي، ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزې لري.
د طالبانو مشر په تېرو پنځو کلونو کې پرلهپسې فرمانونه صادر کړي او د دې ډلې حکومت د هغه د فرمانونو له مخې اداره کېږي.
د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د هغوی پر زدهکړو او کار بندیز، هم د ملا هبتالله له هغو فرمانونو څخه دي چې د اسلامي هېوادونو په ګډون یې له نړیوالو نیوکو سره مخ کړي دي.
د روان کال په لومړیو کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو په اړه د خپلې غونډې په اعلامیه کې ویلي وو چې «د افغان ښځو پر زدهکړو او کار بندیز د اسلام انځور ته زیان رسوي».
له دغو نیوکو سره سره، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه لا پسې زیات شوي دي. نړیوالو سازمانونو د دغو محدودیتونو د اقتصادي او ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په همدې حال کې، د طالبانو ملاتړو ملايانو په خپل وروستي پرېکړهلیک کې د دې ډلې د مشر پر اطاعت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د «شرعي امیر» اطاعت او ملاتړ د شریعت په چوکاټ کې د فتنې مخه نیسي، یووالی او اتفاق رامنځته کوي، اسلامي نظام پیاوړی کوي او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې او ارامۍ لامل ګرځي.
په پرېکړهلیک کې زیاته شوې:
«اړینه ده چې مسلمانان د ملا هبتالله اخوندزاده د لارښوونو، احکامو، فرمانونو او قوانینو په پلي کولو سره له خپل امیر څخه اطاعت او ملاتړ وکړي.»
د طالبانو د ملاتړو ملايانو په پرېکړهلیک کې راغلي چې دوی به د دې ډلې د مشر د فرمانونو د اهمیت او پلي کېدو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې کوي.
هغوی د طالبانو له چارواکو هم غوښتي چې د ملا هبتالله فرمانونه پر ځانونو او تر خپلې ولکې لاندې ادارو په سمه او بشپړه توګه عملي کړي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده پرون د کابل پوهنتون د غونډې په دویمه ورځ ګډون وکړ او وینا یې وکړه.
هغه وویل چې «د شرعي امیر له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي».
د طالبانو مشر په دې غونډه کې زیاته کړه چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي.
نوموړي له هغو افغانانو چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او ویې ویل، که وړتیا او شایستګي ولري، نو هغوی ته به «چوکۍ» ورکړل شي.
د طالبانو د مشر دغو څرګندونو د سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
