ښځې

د بهرنیو ځواکونو په وتلو د ننګرهاري مېرمنو اندېښنې؛ «له سختو محدودیتونو سره به مخ شو»

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار میشتې میرمنې اندیښنه لري او وایي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره به مخ شي.

ښځینه فعالې تورپېکۍ اشنا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د سولې په مذاکراتو کې دې د افغان میرمنو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم دې په دې برخه کې له ټولو خواوو ضمانتونه واخیستل شي.

تورپيکۍ اشنا زیاته کړه: «بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي، خو زمونږ د میرمنو تشویش دا دی چې د بهرنیانو له وتلو وروسته افغان میرمنې له سختو محدودیتونو او ننګونو سره مخ شي، نو زمونږ غوښتنه دا ده چې د سولې په مذاکراتو کې دې د میرمنو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د دوی حقونه دې له منځه نه وړل کیږي  له نړیوالو غواړو چې په دې برخه کې دې باید له دواړو خواوو ضمانت واخیستل شي.»

ښځینه فعالې تورپېکۍ اشنا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د سولې په مذاکراتو کې دې د افغان میرمنو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښځینه فعالانې ټینګار کوي او وایي، هېځ ښځه دې ته لېواله نه ده چې تر شلو کالو پخوانیو حالاتو سره مخ شي او باید د دوی اندېښنو ته ښکاره ځواب ورکړل شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، اندیښنه لري په داسې حال کې چې بهرنیان هم له هېواده وځي او که د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې روانې خبرې پایله ور نه کړي نو د واک پرسر به کشمکشونه پیدا او د افغان ښځو لاسته راوړنې او حقونه به تر پښو لاندې شي.

حمیرا رفې زیاتوي: «په هیواد کې د جګړې زیاتره قربانیانې میرمنې دي او دوی د ټولنې نیمایي برخه هم تشکیلوي، نو د ښځو اندیښنه دا ده چې د دوی پر سر دې معامله نه کیږي او خپل حقوق دې ورکړل شي او که د حکومت او وسله والو طالبان خبرې پایله ورنه کړي ستونزې به لا زیاتې شي او له کړاو سره به مخ شو، نو هیله مو دا ده چې د افغان میرمنو د تیرو کلونو لاسته راوړنو ته دې پام وشي.»

بل لور ته بیا د ننګرهار ولایت د جندر کارپوه پښتنه نبي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله مندي وښود او ویې ویل، چې د ښځو لاسته راوړنې به په خپل ځای پاتې وي او ښځې باید په دې برخه کې اندیښنه و نه کړي.‎

پښتنې نبي زیاته کړه: «میرمنې دې هیڅ اندیښنه نه کوي، ځکه مونږ باید اوسنی حالات له پخوانیو وختونو سره پرتله نه کړو اوسمهال ښځو ته خپل حقوق ورکړل شوي او په دې برخه کې ورته پوره اسانتیاوې هم شته او که چیرې طالبان هم راشي او حکومت سره یو ځای شي نو د ښځو حقوق به خوندي وي او ستونزه به نه وي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع اندېښنه ښيي چې که بهرنیان ووځي او د سولې خبرې پایله ور نه کړي، د ښځو لاسته راوړنې به له لاسه ووځي.

د ننګرهار د جندر کارپوهه پښتنه نبي په داسې حال کې مېرمنو ته ډاډ ورکوي، چې په دغه ولایت کې ګڼې هغه ښځې چې په دندو بوختې وې، یا له خپلو کارونو پرشا شوي او یا له کورونو په خپلو چارو بوختې دي.

ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په تېرو څلورو میاشتو کې ۹ تنه ښځينه کارکوونکې چې ۴ یې د رسنیو کارکوونکې، یوه ډاکتره، ۳ واکسیناتورانې او یوه یې پولیسه وه، وژل شوي دي.

ننګرهار مېشتې مېرمنې داسې مهال اندیښمنې دي، چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نېټه اعلان کړې او ویلي دي چې د راروانې سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې به خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په تېرو څلورو میاشتو کې ۹ تنه ښځينه کارکوونکې چې ۴ یې د رسنیو کارکوونکې، یوه ډاکتره، ۳ واکسیناتورانې او یوه یې پولیسه وه، وژل شوي دي.

له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا او وسله والو طالبانو د هغه هوکړه لیک یوه برخه ده چې دواړو لوریو څو میاشتې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک کړی و.

که څه هم افغان حکومت افغان ښځو ته د دوی د لاسته راوړنو د ساتلو او د دوی د حقونو د خوندي کولو او همداشان د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوي بیا د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته د زده کړو او کار کولو ډاډ ورکړی، خو د ننګرهار مېشتو مېرمنو په باور، دا هرڅه هلته کېدای شي چې دوی یو بل ومني.