اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۲۸ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې افغان ځواکونو د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه ترسره کړي، چې پرمهال یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه، په وژل شویو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي، چې جسدونه یې تیره ورځ د سرې مياشتې ادارې له لوري پاکستان ته ولېږل شول، ترڅو يې د خپلو کورنيو غړو ته وسپاري.
خوږیاڼي زیاته کړه: «افغان ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۱۵ وسله وال طالبان وژلي چې دوه په کې پاکستاني طالبان هم شامل وو، تیره ورځ یې جسدونه د سرې میاشتې ادارې ته وسپارل شول، چې خپلو کورنیو ته یې وسپاري.»
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» ځواکونو تیره شپه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ حافظانو کلي کې د شپنیو عملیاتو پرمهال له داعش ډلې سره د اړیکو په تور شپږ تنه نیولي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.