داود سلطان

د ننګرهار نوی امنیه قوماندان پولیسو ته: هر وسله وال چې خلک وژني، ویې وژنئ

اطلاعات روز: د ننګرهار نوي امنيه قوماندان جنرال سلطان داود پوليسو ته جدي امر کړی، هر وسله وال چې ملکي خلک وژني د نيولو پرځای يې ووژنئ.  

جنرال سلطان داود دا څرګندونې نن (شنبه، د غبرګولي ۱) د ننګرهار ولايت مقام کې د نوموړي د پېژندګلوۍ په غونډه کې وکړې. د جنرال داود په وينا هغه وسله وال چې بې ګناه افغانان نارينه او ښځينه وژني د هېڅ ترحم وړ نه دي او تر دې وروسته به ورسره ننګرهار کې ورته چلند کېږي.

دی وايي، له ولس سره به له نږدې اړيکې جوړوي او د خلکو په همکارۍ به د امنيت د ټينګښت لپاره کار کوي.

ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل چې د مخکیني قوماندان جنرال جمعه ګل همت د تېرو کړنو ستاينه يې وکړه د نوي قوماندان ټاکل يې د هغه وړتياوو ته په کتو غوره ټاکنه ياده کړه. والي وويل، حکومت دا توان نه لري چې د هر کور، هر جومات او هر دوکان مخې ته يو عسکر د امنيت ساتلو لپاره وټاکی، خو وايي د ولس همکاري کولی شي چې د امنيت د ټينګښت سبب شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد غوښتنه وکړه، چې نوی امنيه قوماندان دې د امنيت د ټينګښت لپاره د ګډ کار او خلکو سره د مشورو له لارې د امنيت ټينګښت ته کار وکړي. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د اشخاصو په ټاکلو کې د اړيکو، سمت او ډلې پرځای وړتيا او تجربې ته پام وکړي.

د ننګرهار د دې نوي امنیه قوماندان دا خبرې په داسې مهال دي چې نن په همدې غونډه کې د دې ولایت مخکیني امنیه قوماندان جمعه ګل همت د خپل اسعفا لامل له ده سره تر دریو میاشتو د کورنیو چارو وزارت نه همکاري یاده کړه.

ښاغلي همت دغه راز وویلې، چې د ننګرهار لپاره د امنیتي ځواکونو اوسنی تشکیل بسنه نه کوي او باید ډېر شي.