لغمان

لغمان کې د وظیفوي غفلت له امله د مهمو چارواکو په ګډون له سلو ډېر نظامیان نیول شوي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې له سلو ډېر هغه نظامي مسوولین چې وظیفوي غفلت یې کړی و، په نښه او نیولي دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل نن (دوشنبه، ۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په نیول شویو کسانو کې د دې ولایت د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال هم شامل دی. هغه وایي، نیول شوي کسان ټول نظامیان دي، چې اوسمهال تر څیړونو لاندې دي.

 یارمل زیاته کړه: «په لغمان کې د وظیفوي غفلت له امله مونږ له سلو ډیر کسان نیولي، چې په کې مهم چارواکي هم شامل دي لکه د ملي امنیت مرستیال د دې ولایت او نور هم شته دي. دوی اوسمهال په زندان کې دي چې حساب کتاب به ورسره کیږي.»

په همدې حال کې د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا وايي، تېره شپه یې په لغمان ولایت کې د جګړې رهبري په خپله کوله او دغه ولایت ته د افغان ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی بریدونه یې په شاه تمبولي دي.

ضیا زیاتوي، اوسمهال په مرکز مهترلام کې کوم امنیتي ګواښ نشته او په خبره یې، د افغان ځواکونو عملیات به د طالبانو له شتونه، د دغه ولایت تر پاکېدو پورې دوام ولري.

د یادولو وړ ده چې تېره شپه طالبانو د لغمان ولایت پر مرکز مهترلام پراخه بریدونه وکړل.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې پر ترسره شوو بریدونو کې د افغان سرتېرو ځینې پوستې او وسلې د طالبانو لاسته ورغلې دي.