ننګرهار کې جنایي جرمونه

ننګرهار کې یوه شپه او ورځ کې لسګونه تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

ننګرهار کې امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (یکشنبه،۲۵ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په ښار او ولسوالیو کې د غلا، قتل، انسان تښتوونې او بیلابیلو جرمونو په تور ۳۰ تنه نیولي دي.

فرید خان زیاته کړه: «ننګرهار کې پولیس توانیدلي، چې ۳۰ تنه په ښار او ولسوالیو کې د بیلابیلو جرمونو په تور ونیسي او هڅې روانې دي چې خلکو ته له امن ډک ژوند رامنځته کړو.»

ښاغلی فرید خان وایي، پولیسو یې همداراز په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال سل کیلو ګرامه نشه یي توکي او ۹۵ لیتره تیزاب کشف کړي، خو په تور یې څوک نه دي نیول شوي.