لغمان

دفاع وزارت: لغمان کې یوازې بیګاه شپه ۱۱۰ طالبانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو یوازې د تېرې شپې (یکشنبه، ۲ د غبرګولي) عملیاتو کې، تر ۵۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۶۰ یې نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن په خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې افغان ځواکونو په خپلو عملیاتو کې له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمي چاڼ کړي او د اليشنګ پر لور ياد عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي.

ښاغلي احمدزي لیکلي: « د طالبانو د مخکښ قوماندان زلمي او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو ترهګرو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوي او ۶۰ نور یې ټپیان شوې دي.»

د نوموړي په وینا، همدا راز په دغه عملیاتو کې د طالبانو يوه اندازه سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې.

د یادولو وړ ده چې تېره شپه طالبانو د لغمان ولایت پر مرکز مهترلام پراخه بریدونه وکړل.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې پر ترسره شوو بریدونو کې د افغان سرتېرو ځینې پوستې او وسلې د طالبانو لاسته ورغلې دي.