ننګرهار کې ډاکټر

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون یو ډاکتر اختطاف شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون یو ډاکتر اختطاف شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه،۲۵ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ويې ویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون یو ډاکتر منهاج الدین د تیرې چهارشنبې په ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال اختطاف شوی، چې له روغتون څخه کور ته پر لار و.

خوږیانی زیاته کړه: «ډکتر منهاج الدین دخوږیاڼو په مرکزي روغتون کې دنده درلوده، د تیرې چهار شنبې په ورځ له خوږیاڼو جلال اباد ته په لاره کې تښتول شوی دی.»

د تښتوول شوي ډاکتر د کورنۍ غړي وایي، چې د ډاکتر منهاج الدین له تښتوول کیدو وروسته ترې د هغه د راخوشې کیدو په بدل کې د پېسو غوښتنه هم شوې.

اخوا بیا نن د یاد ډاکټر تښتېدو غبرګون کې خوږياڼيو کې د روغتیا دولتي او خصوصي سکټور کار بنديز هم اعلان کړی دی.