خوږیاڼو ولسوالي

د ننګرهار خوږیاڼو کې ماین چاودنې دوه ورونه وژلي

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ورونه وژلي دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن «یکشنبه، ۲۵ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پرون د خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې ابراهيم خېلو سيمه کې وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کې دوه ورونه وژل شوي.

د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې ابراهيم څلرويشت کلن او ورور يې بختيار پنځلس کلن و چې په دې پښه کې يې ژوند له لاسه ورکړی. خوږیاڼي زیاته کړه: «د وسله والو طالبانو له لوري په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله دوه ورونه وژل شوي دي.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د همدې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې دوه ورونه په یوه کور کې له بې هوښه کېدو وروسته مړه شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره شپه (شنبه، ۲۴ لړم) د روداتو ولسوالۍ «بړو» سيمه کې په يوه کور کې دوه ورونه ثناء الله، شاهدالله او تره يې بصير چې له ۱۸ څخه تر دیرش کالونو عمرونه لري په خپل کور کې د بې هوښه کېدو وروسته يې د بټي کوټ ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړې.

چارواکي وایي، د یادې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي، څو عاملین یې ونیسي.