دیني عالمان

د ختیځ زون عالمان: د سولې هڅې دې چټکې او لومړی دې اوربند وشي

اطلاعات روز: د ختيځ زون لسګونه دیني علماوو د سولې په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د سولې مذکراتو د بریالي کیدو لپاره دې هڅې چټکې او تر هر څه وړاندې اوربند وکړي.

 په داسې حال کې چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په ټولو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو حملې زیاتې شوي، جګړو زور اخیستی او د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، د ختیځ زون لسګونه دیني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډه کې اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله.

دیني عالم حمید الله اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د سولې مذکراتو د بریالي کیدو لپاره دې هڅې چټکې او تر هر څه وړاندې دې اوربند وکړي.

دیني عالم حمیدالله زیاته کړه: «مونږ له وسله والو طالبانو غواړو چې نور دې سوله وکړي او دا جګړه دې ودروي چې د بې ګناه افغانانو وینې په کې تویېږي، هیله مو له دواړو لورو دا ده چې د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره دې له هر څه وړاندې اول اوربند وکړي چې د سولې خبرې یوه پایله ورکړي.»

دیني عالمان نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له ګاونډي هېوادونو پاکستان او ایران هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د حل لپاره رښيتنې مرسته وکړي.

دیني عالم ضياء الرحمن الله یار اطلاعات روزته وویل، د افغانستان سوله د سیمې هیوادونو په ګټه ده او ځانګړي ډول ګاونډیو ته په کار ده چې د سولې په برخه کې په رامنځته شوي فرصت کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

دیني عالم ضیاالرحمن الله یار زیاتوي: «نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له امریکا او د افغانستان له ګاوندیو هیوادونو غواړو چې په افغانستان کې دې د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره له مونږ سره مرسته کړي او وسله وال طالبانو دې وهڅوي چې د سولې په برخه کې رښتینی کار وکړي.»

دیني عالم عبید الله الکوزي بیا ټینګار کاوه چې د بهرنیانو په وتلو سره جګړه مشروعیت نه لري او وایي، ټول اړخونه باید د یوه پياوړي افغانستان لپاره ګډ کار وکړي.

دیني عالم عبید الله الکوزی زیاته کړه: «بهرنیان نور له افغانستان ووتل او لاړل نور نو جګړه د څه لپاره ده، خپل افغانان وژنې هغه هم د نورو د ګټو لپاره د خدای په خاطر دا جګړه د پردیو ده او مونږ یې قرباني یو هیله ده چې طالبان نور جګړه ودروي او نور نو د جګړې لپاره بهانې نشته دی.»

غونډې ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وینا کې د سولې په برخه کې د ولسونو او په ځانګړي توګه د دیني علماو رول مهم یاد کړی او له دوی یې وغوښتل چې وسله والو طالبان دې سولې کولو ته وهڅوي.

د ننګرهار والی ضياالحق امرخېل: «حکومت اماده دی چې واک ورکړي دیني عالمانو ته او وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي، زه د حکومت په نماینده ګۍ له دیني عالمانو غواړم چې ورشئ وسله وال طالبان سولې ته وهڅوئ او د سولې په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم دی، ځکه دوی د دې ټولنې مهم خلک دي کولای شي، چې طالبان سولې ته وهڅوي او جګړه ودروي.»

تر هغې وروسته چې جګړو زور اخیستې که ښکېل اړخونو ته په کې د سر زیان اوښتی، په ګڼو سیمو کې ولسي خلک هم زیانمن او په زرګونه کورنۍ د جګړو له ویرې خوندي سیمو ته په تېښته اړې شوي.