هسکه مېنه

۲۰۱ سېلاب قول اردو: ننګرهار کې د پاکستانیو په ګډون ۹۲ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولین وایي، چې د ننګرهار په پچیراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې یې تېره ورځ د هوایي او توپچي بریدونو پرمهال ۹۲ وسله وال طالبان وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (پنجشنبه، ۱۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یې ۲۲ وسله وال طالبان وژلي او ۲ نور ټپیان دي او همداراز د پچیراګام ولسوالۍ په «ګیره خېلو» او د تورې بوړې په ناصرو، شینکۍ او ګنداو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پایله کې د درې سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور یې ټپي شوي دي.

هغه وایي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې یې اکثریت پاکستاني اتباع دي.

صاحبزاده زیاتوي: «د ننګرهار په پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال ۹۲ طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.»

بل لور ته وسله وال طالبان بیا وایي، د ننګرهار په پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې یې له امنیتي ځواکونو له لسو ډیرې پوستې نیولي او ګڼ شمېر ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.