جلال اباد ښار کې نشه یي توکي په ښکاره ډول پلورل کیږي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښاریان په ښار کې د نشه یي توکو په ښکاره ډول له پیر او پلور شکایت کوي.

دوی وایي، د جلال اباد ښار لغمان هډې ته څیرمه، توپ غونډۍ، چپرهار هډه او د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې د ځينو کسانو له لوري په ښکاره ډول نشه یي توکي پر روږدو کسانو پلورل کیږي، خو څوک یې مخنیوی نه کوي.

د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي شریف الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د نشه یي توکو ډېری خرڅوونکي ماشومان او میرمنې دي، چې د وخت په تېرېدو پرې دوی هم اخته کیدای شي.

شریف الله زیاتوي: «مونږ وینو چې په رڼا ورځ د ځینو کسانو له لوري د ښار په مختلفو ځایونو کې پر نشه یي توکو اخته کسانو چرس، شیشه، پوډر او ګڼ نور نشه یي توکي خرڅیږي، خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي له حکومت غوښتنه کوو چې په دې برخه کې باید جدي اقدامات وکړي او مخنیوی یې وکړي.»

د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي شریف الله وایي، د نشه یي توکو ډېری خرڅوونکي ماشومان او میرمنې دي، چې د وخت په تېرېدو پرې دوی هم اخته کیدای شي.

د ښار په ځينو برخو کې مو داسې ماشومان هم پیدا کړل، چې نشه یي توکي یې پلورل او پر نشه اخته کسان ورتلل چې توکي ترې واخلي.

دیارلس کلن ګل ولي یو له دغه ماشومانو څخه دی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له مجبورې ورځې یې د نشه یي توکو پلور ته مخه کړې.

هغه وایي، دا نشه یي توکي د بل چا لپاره پر معتادینو پلوري او ده ته یې د ورځې د کار اندازه مزدوري ورکوي.

ګل ولي زیاته کړه: «مونږ له مجبورۍ د نشه یي توکو خرڅولو ته مخه کړې، کله چې نشه یي توکي خرڅوو نو بیا مونږ ته خپله برخه پېسې راکوي او له همدې لارې کورنۍ ته نفقه پیدا کوو، کله ناکله زه په خپله هم تش سګرټ څښم او خپل ساعت پرې تیروم.»

که څه هم د جلال اباد ښار له تفریح ځایونو څخه پر نشه يي توکو اخته کسان شړل شوي، خو د ښار په بیلابیلو برخو کې ترې عام ښاریان په تنګ راغلي.

شاه ولي په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د نشه یي توکو د نه مخنیوي په برخه کې پولیس او نورې اړونده ادارې د نشه یي توکو له قاچاق کوونکو سره په لاس لرلو تورنوي.

شاه ولي زیاته کړه: «په څو ځلي د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نیول کیږي، خو له څه وخت وروسته بیرته بیا خوشې کیږي او بیا د نشه یي توکو قاچاق ته لاس اچوي، چې دا چاره همداسې راونه وي او پر خلکو توکي پلوري له حکومت مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي اوعاملینوته یې سزا ورکړي.»

شاه ولي په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، هغه د نشه یي توکو د نه مخنیوي په برخه کې پولیس او نورې اړونده ادارې د نشه یي توکو له قاچاق کوونکو سره په لاس لرلو تورنوي.

پر نشه یي توکو روږدي هم د هغه قاچاق کوونکو د سزا غوښتنه کوي، چې د نشه یي توکو کاروبار کوي. علي چې پر نشه یي توکو اخته دی وایي، حکومت دې د معتادینو د درملنې لپاره لاس په کار شي.

علي زیاتوي: «یا دې مونږ ټولو ووژني او یا دې د نشه یي توکو کاروباریانو ته سمه سزا ورکړي، ځکه هر ځای مونږ ته نشه یي توکي پیدا کیږي، چې له امله یې مونږ په اسانۍ پیدا کولای شو، نو حکومت ته په کار ده چې دې برخه کې د نشه یي توکو کاروباریانو ته سمه سزا ورکړي، چې خلک ترې خلاص شي.»

په ورته مهال نشه يي توکو سره د مبارزې مسوولین وايي، نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي د مخنیوی لپاره یې ځینې اقدامات کړي دي.

ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد احسان احسان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په تیر یوه کال کې یې له پنځه سوو زیات هغه کسان نیولي چې یا یي نشه یي توکي پلورل او یا یې نشه یي توکي له یو ځایه بل ځای ته قاچاقول.

محمد احسان احسان زیاته کړه: «په تیر یوه کال کې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۵۵۹ هغه کسان نیولي چې یا یې نشه یي توکي قاچاق کول او یا یې پلورل  او کاروباریان یې هم په کې شامل دي.»

ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد احسان احسان وایي، تېر یوه کال کې یې له پنځه سوو زیات هغه کسان نیولي چې یا یي نشه یي توکي پلورل او یا یې قاچاقول.

د مالوماتو له مخې دې ولایت کې ۳ سوه زره کسان پر نشه یي توکو معتاد دي، چې دا شمیره کال تربلې مخ په زیاتیدو ده.

که څه هم چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې یې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه یېګړندۍ کړې، خو ولسي خلک اندیښنه لري او وایي، که امنیتي ادارې د نشه یي توکو کارخونې او د یادې برخې قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورنه کړي، د ټولنې زیاته برخه ځوانان به پر نشه یي توکو اخته شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته