کونړی ځوان چې ښوونځي ته یې سولرونه واخیستل

کونړ کې یو ځوان «ایفون» مبایل ته په سپما کړیو پیسو ښوونځي ته سولرونه او پکي اخیستي

اطلاعات روز: کونړ ولایت کې یو ځوان د ایفون مبایل لپاره په سپما کړیو پېسو د نجونو یوې لېسې ته پکي او نور مهم لوازم اخیستي دي.

ساحل شینواری چې د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی وایي، د ایفون مبايل لپاره پر سپما کړیو پېسو یې د کونړ د شیګل ولسوالۍ د «شین کوړک» د نجونو لېسې لپاره ۱۶ سولري پکي، ۱۸ سولري تختي او ګڼ شمیر نورو لوازم، چې ارزښت یې شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ کیږي، اخیستي دي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، کله یې چې په یاده لېسه کې د ګرمۍ په موسم کې نجونې د زده کړو پر مهال ولیدې نو دا احساس ورسره پیدا شو، چې باید د ګرمۍ د مخنیوي غم یې وکړي.

ساحل شینواری وایي، هڅې یې پیل کړي چې په دې برخه کې لا نور کار وکړي او نور پانګه وال هم دا ډول مرستو کولو ته وهڅوي.

ساحل شینواري زیاته کړه: «ما د ایفون مبایل لپاره پېسې جمعه کړې وې، کله چې شیګل ته لاړم او هلته مې د شین کوړک ښوونځي کې انجونې ولیدې، چې د ګرمۍ پرمهال زده کړې کوي، نو دا فکر راسره پیدا شو چې له مبایل تېر شم او هغو پیسو باندې مې ۱۶ سولري پکي او ۱۸ سولري تختې واخیستې، زما هدف دا دی چې باید نجونې زده کړو ته وهڅیږي او هم نور سرمایداره خلک په دې برخه کې مرسته وکړي، ترڅو شته ستونزې د زده کړو په برخه کې حل شي.»

یو ځوان سهیل شینواري د نجونو لېسې لپاره ۱۶ سولري پکي، ۱۸ سولري تختي او ګڼ شمیر نورو لوازم، چې ارزښت یې شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ کیږي، اخیستي دي.

د یادې لېسې مدیر حاجي عبدالهادي پښتون اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له ښاغلي ساحله د یادو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، اوسمهال د شیګل په شین کوړک لېسه کې سلګونه نجونې په زده کړو بوختې دي.

هغه وایې، د یادې لېسې ټولې زده کوونکې نجونې دي، چې سختو شرایطو کې زده کړو ته دوام ورکوي.

د نوموړي په خبره اوسمهال دغلته ځینې ښوونځي سرپناه هم نه لري او د شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.