نن (چهارشنبه، ۲۸ لړم) سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې سپرلیو خپل ژوند بایللی دی.
د پېښې په ځای کې یو عینې شاهد فهیم هډوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په هډې اخنذاده سیمه کې د دوو «الټو» موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: «نن سهار هلته مونږ ولاړو و، چې هډې اخنذاده په لاره دوه الټو موټر ټکر وکړ. درې کسه ځای پر ځای مړه و او څلور ټپیان وو.»
په ورته مهال د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي، چې د پېښه له ځایه روغتون ته درې ټپيان او یو جسد راوړل شوي دی. هغه زیاته کړه: «نن سهار چې کوم ټکر شوی د هډې اخنذاده په سیمه کې نو روغتون ته درې ټپیان او یو جسد راوړل شوی.»
په افغانستان کې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سرکونو خرابوالی او نور هغه لاملونه دي، چې کله نا کله ترې د موټرو ټکرې رامنځته کیږي.