ننګرهار حصارک

افغان ځواکونو د ننګرهار حصارک کې د ۴۰۰ طالبانو برید په شا تمبولی

اطلاعات روز: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، افغان ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه یې د حصارک په ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۰۰ وسله والو طالبانو برید یې په شا تمبولی.

صاحبزاده وایي، د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې یې ۲۵ وسله وال طالبان وژلي ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په خبره چې په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات دوام لري، چې پرمهال یې له یادې ډلې ګڼ شمیر کلي تصفیه کړي هم دي.

صاحبزاده زیاته: «تېره شپه افغان ګډونو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان ۵۵ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې په ترڅ کې یې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.