تاسیسات

طالبانو د هېواد لوېدیځ کې تر خپلې ولکې لاندې ولسوالیو کې عامه تاسیساتو سره څه وکړل؟

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د هېواد لوېدیځ کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ، د غور شهرک، ساغر او تولک ولسوالۍ د بادغیس جوند ولسوالۍ د فراه لاش و جوین، اناردره او پشت کوه ولسوالۍ او د نیمروز خاشرود ولسوالۍ په دوو وروستیو اونیو کې د طالبان په لاس سقوط شوي دي.

له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په ملګرتیا د طالبانو رژیم له نسکورېدو وروسته، دغه ډله اوس له هر مهاله ډېره جغرافیه واک کې لري، خو د دې ولایتونو لوړپوړي چارواکي او د خلکو استازي ادعا کوي چې طالبان د ولسوالیو په نیولو سره، د دولتي تاسیساتو په له منځه وړلو، د توکو «لوټ»، «چور او چپاول» او ان ځینې ملکيان یې په ډزو ویشتي دي. خو د طالبانو ډله دا تورونه ردوي.

وژنې او له منځه وړنې

دولتي ځواکونو د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه د جمعې په ورځ د هرات ښار ختیځ کې د اوبه ولسوالۍ قرارګاه تشه کړه. د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري اطلاعات روز ته وایي، چې دا ولسوالۍ د ۴۰ ورځو محاصرې او د مرستندویه ځواک نه رسېدو له امله، د طالبانو په لاس سقوط شوه.

اوبه ولسوالۍ کې له قرارګاه د شاوخوا ۱۵۰ دولتي ځواکونو وتلو سره، دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس سقوط شوه. هغه انځورونه او وېډیوګانې چې له اوبه ولسوالۍ پر ټولنیزو شبکو خپرې شوي، ښیي چې طالبانو ځینې دولتي او ټولګټي تاسیسات له منځه وړي او اداري وسایل او د لېږد وړ نظامي تجهیزات یې لوټ کړي دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې طالبانو اوبه ولسوالۍ کې پلونه، پلچکونه له منځه وړي او ځینې دولتي امکانات یې چور کړي دي: «طالبانو ډېره مرګ-ژوبله ملکیانو ته  اړولې او د اوبو رسونې تاسیسات یې خراب کړي دي.»

دولتي ځواکونو د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه د جمعې په ورځ د هرات ښار ختیځ کې د اوبه ولسوالۍ قرارګاه تشه کړه. انځور: له ټولنیزو شبکو

لاش و جوین ولسوالۍ د غبرګولي په ۲۲مه، اناردره او پشت کوه د غبرګولي په ۲۹مه د حکومت له کنټروله بشپړه ووتله. پر ټولنیزو رسنیو د اناردرې د ولسوالۍ او پولیسو قوماندانۍ د ودانۍ تاسیساتو د چاودنې وېډیو خپرول، د نیوکو له څپې سره مخ ده.

فراه ولایت کې د امنیتي حالت خرابېدو سره، تاج محمد جاهد د دې ولایت د واليتوب له دندې ګوښه او پر ځای یې مسعود بختور وګمارل شو. هغه مخکې هم د والي مرستیال په توګه کار کړی و. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې، د تاسیساتو او بېخ بناوو (زېربناوو) له منځه وړنه د پاکستان استخباراتو سازمان ته د وفادارو طالبانو کار بولي. هغه د طالبانو ډلې د زېربناوو د له منځه وړنې پر چلند په تنده لهجه نیوکه وکړه: «زموږ دښمن یو ظالم او وحشي دی او ملي ګټو ته هېڅ وفاداري نه لري. پاکستان بې شرمانه غواړي چې عامه تاسیسات او د افغانستان لویې پانګې له منځه یوسي.»

د فراه والي په وینا، له شپږ میاشتو راهیسې، طالبانو ډلې خپل جګړه ییز چلند د دولتي تاسیساتو او زېربناوو نښه کولو ته بدل کړی دی او دا اندېښمنوونکی دی.

د فراه والي مسعود بختور ادعا کوي چې طالبانو په اناردره، پشت کوه او لاش و جوین ولسوالیو کې دولتي ودانۍ، د نظامي تاسیساتو ښوونځي، پل او پلچکې په چاودنو سره له منځه وړي دي. هغه ادعا کوي چې طالبانو ډلې په لاش او جوین کې د ښوونکو په ګډون شاوخوا ۱۸ ملکیان په ډزو وژلي دي.

د فراه سیمه ییز چارواکي د طالبانو د تاوان کچه زیاته بولي، خو اناردرې، پشت کوه او لاش و جوین ولسوالیو ته د لاسرسي نه شتون له امله د ویجاړیو کچه مشخصولی نه شي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي اطلاعات روز سره مرکه کې وایي، چې طالبانو ان په لاش و جوین ولسوالۍ کې د حکومت پر ملاتړو ملکي وګړو رحم ونه کړ او له ۱۲ تنو ډېر یې ووژل.

د طالبانو په لاس د لاش و جوین له نسکورېدو وروسته، د دولتي ځواکونو ځینې ټپيان خاشرود ولسوالۍ ته تېښته کړې، خو د د فراه ولایتي شورا مرستیال په وینا، دا ټپيان له دې ناخبره چې د طالبانو چک پواینټ سره مخ کیږي: «دوه دولتي ځواکونه او دوه هم لاري یې یې طالبان په بې رحمانه ډول د نیمروز پر لاره وژني. طالبانو په لاش و جوین کې هر چا سره کینه او دښمني لرله، د مرمۍ په ډزو سره یې حساب تصفیه کاوه.»

فراه کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې طالبانو لاش و جوین ولسوالۍ کې دولتي تاسیسات ویجاړ کړي دي. انځور: له ټولنیزو شبکو

د فراه ولایت له ۱۰ ولسوالیو یوازې د پرچمن او بالابلوک کنټرول د حکومت سره دی او نورو ولسوالیو کې طالبان واک کې دي. تراوسه حکومت پشت کوه ولسوالۍ اړوند او د فراه ښار لویدیځ په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې د شیخ ابونصر فراهي بندر واک کې لري.

لاش و جوین ولسوالۍ د مرګوني سېلابونو ګواښ سره مخ دی او د پلچکونو ویجاړۍ د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو زیانونو کچه د پام وړ زیاتوي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي په باور، د دولتي ځایونو او زېربناوو ویجاړي، دا پیغام لري چې حکومت بیا په اسانۍ د ولسوالیو اداري مرکزونه فعال نه شي کړی.

طالبانو ډله د ولسوالیو فعالولو لپاره لازمه پټانشیل نه لري؛ ځکه چې دا کار یې لګښت ډېروي.

د فراه والي مسعود بختور د تاسیساتو او زېربناوو ویجاړونه د پاکستان استخباراتو ته د وفاداره طالبانو کار بولي. انځور: له ټولنیزو شبکو

چخانسور ولسوالۍ د زرنج ښار ختیځ په ۱۰۰ کیلومټرۍ کې پرته ده او د یکشنې په ورځ د غبرګولي په ۳۰مه د طالبانو په لاس سقوط شوه.

د نیمروز والي سلاکار صدیق چخانسوري اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو ډلې د دې ولسوالۍ ځینې توکي لوټ کړي دي: «ټول افغانستان کې امنیتي حالت خراب دی او ناامني او بدبختي ډېره شوې ده او طالبان باید د ودانیو په ویجاړېدو لاس پورې نه کړي.»

چخانسور د فراه او هلمند ناامنو ولایتونو سره ګډه پوله لري او دا د دې ولسوالۍ زیانمنونه ډېر کړي و او د سقود زمینه یې برابره کړه.

غور کې د نظامي وسایطو خرڅلاو

غور ولایت کې شهرک ولسوالۍ د جوزا په ۱۶مه، تولک په ۲۲مه او ساغر په ۲۳مه د طالبانو په لاس سقوط شوه. د غور والي ادعا کوي چې طالبانو د شهرک، تولک او ساغر ولسوالیو په نیولو سره د دولتي ودانیو توکي لوټ کړل او ځینې یې پر ځایي خلکو د غنیمت مال په نوم وپلورل: «له میز، چوکۍ او د ولسوالیو ودانیو تر دروازو یې په ډېره کمه بیه خرڅ کړل او هغوی نه بښونکی جنایت ترسره کړه او باید بیت المال داسې ونه پلورل شي.»

د غور والي د کیسې پر بنسټ، د هرې ولسوالۍ سقوط سره له شاوخوا ۵ تر ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت طالبانو ملکي تاسیساتو ته زیان رسولی دی.

د غور سیمه ییز چارواکي د ولسوالیو نسکورېدو یو عمده لامل دولتي ځواکونو ته اکمالاتو کې ستونزه او دغه راز د  غور ولایت له مرکزه د ولسوالیو اوږد واټن یادوي. د غور والي په ښکاره وایي، چې که د اکمالاتو برخه کې له ستونزو سره نه مخکېدل، شهرک، تولک او ساغر ولسوالۍ د طالبانو په لاس نه سقوط کېدی.

 د ولسي جرګې غړی عطامحمد دهقان پور وایي، طالبان د افغانستان مسایلو په اړه پرېکړه نیونه کې واک نه لري او زیاتوي دغه ډله پاکستان سره تړلې او اطاعات یې کوي: «طالبان نه له نظامه په څه خبر دي او نه هم د نظام جوړونې فکر کې دي. طالب یوازې د چور او لوټ فکر کې دی. هر څه چې پاکستان طالبانو ته ووایي، هماغه کار کوي.»

هغه د سولې خبرو اترو کې بندون او پر ځمکې وسلې ایښودو ته د طالبانو ډلې نه مایل کېدل، دې ډلې سره د سولې لړۍ «بې مانا» او «وخت له منځه وړنه» یادوي: «طالبان پر ملت جوړونې، پخلاینې، او نظام جوړونې باور نه لري او هغوی هغه ځواک نه دی چې راتلونکې کې نظام جوړ کړي. طالبانو یوازې جنت ته د تلو جمله یاده کړې او خپله هم نه پوهېږي چې جنت ته د تلو معیار څه دی؟»

غور کې د امنیتي حالت خړپړکېدو سره، عبدالظاهر تمیم، کرام الدین رضازاده او عطامحمد دهقان پور پارلمان کې  د غور درې هغه استازی دي چې خپل زېږدنځای ته تللي دي، څو د طالبانو پر وړاندې وجنګیږي او د هغې ترڅنګ د دولتي ځواکونو روحیه لوړه کړي.

اوس مهال د غور ولایت ځینو برخو کې نسبي ارامتیا هم رامنځته شوې ده.

لودیځو ولایتونو کې دولتي ځواکونه طالبانو سره په جګړه اخته دي

طالبانو بادغیس کې څه وکړل؟

دولتي ځواکونو د غبرګولي په ۱۸مه، د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ له درې کلن اقتصادي سختې محاصرې وروسته پرېښوده او د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو سره د سقوط شویو ولسوالیو سقوط دریو ته ورسېده.

د بادغیس والي حسام الدین شمس اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د جوند او بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو نظامي فشار سره تخلیه شوې نه دي، بلکې دا دوه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او د حکومت ملکي کارکوونکو د ژوند ساتنې لپاره تخلیه شوې دي: «په موقته توګه مو د جوند او بالامرغاب ولسوالۍ تخلیه کړې دي. دا په دې مانا نه دی چې بالامرغاب کې د خالد کمپ او د جوند ولسوالۍ مرکز مو د طالبانو په زور له لاسه ورکړي وي. دواړه ولسوالۍ په خپله موږ تخلیه کړي او ټول امکانات مو ویستي دي.»

هغه ټینګار کوي چې د امنیتي حالت ښه کولو لپاره، د دې دوو ولسوالیو بیانیولو لپاره به ګام واخلي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، چې د جوند ولسوالۍ د نظامي فشار له امله تخلیه شوې نه ده.

د بادغیس والي ادعا کوي چې د جوند ولسوالۍ په پرېښودو سره، طالبانو ډلې د دولتي ځواکونو هدیره ویجاړه کړه او دغه راز یې د دولتي ځواکونو او د حکومت سره تړلیو خلکو شتمنۍ، استوګنځایونه او زراعتي ځمکې طالب جنګیالیو خپلو کې وېشلي دي: «د دولتي تاسیساتو له ویجاړیو هېڅ راپور واک کې نه لرو، خو طالبان د ابادۍ او جوړنې او رغونې ضد ځواک دی.»

ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی وایي، طالبانو د جوند ولسوالۍ په نیولو سره پر حکومت پلوو محدودیت وضع کړ. هغه ادعا کوي چې دولتي ځواکونو بالامرغاب کې د «خالد کمپ» په پرېښودو، د هاموې یا زغره والو ټانګونو په ګډون ټول نظامي تجهیزات ویجاړ کړل، څو دا تجهیزات د طالبانو لاس ته ور نه شي. ښاغلی اکازی وایي، طالبانو د دولتي ځواکونو وتلو سره، د دې کمپ د ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت اوسپنیز توکي پر یو سوداګر وپلورل او اوس مهال له دې کمپه هېڅ هم پاتې نه دي: «بالامرغاب کې وړاندې د ولسوالۍ، ښاروالۍ او پوهنې ودانیو ډېر هاوان خوړلی و او ویجاړ شوی و. اوس بالامرغاب کې هېڅ ابادي نشته.»

ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی ادعا کوي چې دولتي ځواکونو بالامرغاب کې د «خالد کمپ» په پرېښودو، د هاموې یا زغره والو ټانګونو په ګډون ټول نظامي تجهیزات ویجاړ کړل. انځور: له ټولنیزو شبکو

طالبان د عامه تاسیساتو ویجاړونه ردوي. د طالبانو ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې هېڅ ولسوالۍ کې له هغو تاسیساتو پرته چې د افغانستان حکومت له هغې د نظامي تاسیساتو په توګه ګټه اخیسته، ویجاړ شوي نه دي.