عبدالله

عبدالله د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ

د هېواد ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن (چهارشنبه، ۲۸لړم) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکیې هېواد ته لاړ.

د ملي مصالحې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د عبدالله دغه سفر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، عبدالله به په خپل دې سفر کې له ترکي چارواکو سره د افغان سولې هڅو او د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدالله په دې سفر کې له ولسمشر، د پارلمان له مشر، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د دیني چارو سازمان مشر او د ترکیې ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي دي، چې د عبدالله عبدالله دغه سفر له افغان سولې د ملاتړ خپلولو په موخه سیمې ته د نوموړي د سفرونو په دوام شوی دی.

ښاغلی عبدالله له دې وړاندې پاکستان، هند ، ایران او ازبکستان هېوادونو ته په سفر تللی و.