د پکتیا دیني عالمان: بهرنیان وتلي، د افغان ځواکونو خلاف جګړه حرامه ده

اطلاعات روز: د پکتیا مرکز ګردېز کې د بېلابېلو سیمو لسګونه دیني عالمانو په یوې پراخه راټولېدنه کې له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې نور په هیواد کې د افغان ځواکونو خلاف جګړه ودروي.

عالمانو په دې غونډه کې چې نن (یکشنبه، ۲۰ د چنګاښ) ترسره شوه، وویل چې د بهرنیانو شتون ختم شوی، نو د افغان ځواکونو خلاف وسله پورته کول جایز نه دي.

دیني عالمانو په جوړه شوې غونډه کې د سولې په تړاو د افغان او پاکستاني علماوو له کنفرانس څخه هم ملاتړ وکړ او د جګړې بندېدل یې د ټولو افغانانو غوښتنه یاده کړه.

د پکتیا ولایت د حج او اوقافو ریس مولوی اظهارلله ظهیر وویل، که وسله وال طالبان لاهم جګړې ته دوام ورکوي، نو دوی د افغان جګړې په اړه د نړۍ د ټولو علماوو فتوا ته درناوی نه لري.

هغه وايي: «جګړه نوره د څه لپاره، له چا سره جګړه روانه ده، خاریجي خو اوس نشته، نو ولې د خپل افغان او مسلمان ورور پسې ټوک اخیستل شوی او هره ورځ لسګونه ځوانان او ماشومان په شهادت رسیږي، طالبان دې د نړۍ د علماوو فتوا ته درناوی وکړي او نوره دې افغان وژنه وردوي.»

دیني عالمانو په جوړه شوې غونډه کې د سولې په تړاو د افغان او پاکستاني علماوو له کنفرانس څخه هم ملاتړ وکړ او د جګړې بندېدل یې د ټولو افغانانو غوښتنه یاده کړه.

د غونډې بل ګډون وال او د پکتیا ولایت د علماوو شورا مشر مولوی عبدلغفور بیا وايي، په سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان د عالمانو له خوا د جګړې په اړه د جوړ شوي کنفرانس د حکومت او وسله والو طالبانو په ګټه ده، چې په کې په بې طرفه توګه د روانو ناخوالو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده.

عبدالغفور وویل: «مونږ د پکتیا ټول علمای کرام په سعودي عربستان کې د هغه کنفرانس ملاتړ کوو، چې د افغان جګړې په اړه ګڼو دیني عالمانو په کې برخه اخیستې وه، په هغه کنفرانس کې له طالبانو غوښتل شوي، چې هیواد کې خپلمنځي جګړه پای ته ورسوي.»

په همدې حال کې د پکتیا ولایت یو تن دیني عالم مولوی احمدشاه فضلي په هیواد کې د جګړې شدت او ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که د لوی اختر لپاره حکومت او طالبان اوږد مهاله اوربند ونه کړي، نو روان ناروین به نور هم زیات شي.

هغه وايي، راتلونکی لوی اختر د اوربند لپاره ښه موقع ده، نو په خبره یې چې د سولې خبرو په موخه باید اوږد مهال اوربند وشي.

فضلي وايي: «جګړه د حل لاره نه ده، که هر طرف اوس وخت کې جګړې ته لومړیتوب ورکوي، دا نه حکومت په ګټه ده او نه هم د طالب، ځکه په دې جګړه کې مونږ ملکیان وژل کیږي، تاسو دا د وینو سېلابونه چې اوس ګورئ، له دواړو خواوو افغانان وژل شوي دي او یا هم ټیپان دي.»

دغه دیني عالمان وايي، راتلونکی لوی اختر د اوربند لپاره ښه موقع ده، نو په خبره یې چې د سولې خبرو په موخه باید اوږد مهال اوربند وشي.

دې غوڼدې ته د پکتیا والي ګل نبي احمدزی هم ورغلی و، هغه د حکومت له اړخه په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د نورو ګټو لپاره افغان وژنې ته د پای ټکی کیږي، احمدزي زیاته کړه، چې د سولې لپاره د حکومت غېږه خلاصه ده او طالبان کولی شي، چې بې له قید او شرط څخه د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د پکتیا والي ډګر جنرال ګل نبي احمدزی داسې وايي: «حکومت هیڅکله د سولې خنډ نه دی ګرځېدلی، ټولو ته مالومه ده، چې ولسمشر وسله والو طالبانو ته وویل، چې په هر ځای کې وغواړي د هیواد دننه خبرو ته چمتو دي، خو برعکس طالبانو دا شرط هم ونه مانه، اوس ولس هم په دې پوی شوی، چې حکومت په حقه دی او طالب په ناحقه، نو زما هم ترې دا غوښتنه ده، چې هم ځان مه خرابوئ او هم عام ولس مه وژنئ.»

د پکتیا دیني عالمان په داسې حال کې له وسله والو طالبانو د روانې جګړې د پای غوښتنه کوي، چې اوس مهال د هیواد په زیاتره ولایتونو کې د یادې ډلې له خوا په افغان ځواکونو بریدونه روان دي او د دې جګړو له امله د ځاني تلفاتو ترڅنګ زرګونه کورنیو هم خپلې مینې پریښې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه