لغمان ولایت کې مسوولین وایي، په دې ولایت کې د داعش ډلې د ځان مرګو بریدونو تنظیموونکی وژل شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (پنجشنبه، ۲۹ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د ملي امنیت اړوند صفر۲ قطعې د لغمان په «قرغیو» او «قلعه ملک» سیمو کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو تنظیموونکی «ډاکتر محمد امین» چې په خاکسار مشهور و، وژلی دی. د نوموړي په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال یو تن له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوی هم دی.
دولتزي زیاته کړه: «یاد عملیات قرغیو کې شوي چې پر مهال یې د داعش د ځان وژنکو بریدونو تنظیم کوونکي وژل شوی او یو بل د اړیکو په تور نیول شوی. عملیات ملي امنیت کړي دي.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
