د خوست‌مېشتو لویه راټولېدنه؛ «له نظامه ملاتړ کوو او د سولې غوښتونکي یو»

خبریال: حبیب‌الله سراب

د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د اختر په څلورمه ورځ زرګونه کسانو، چې له ګڼو نورو ولسوالیو هم خلکو ګډون کړی و، په یوې راټولېدونه کې یې له نظام او جمهوریت څخه د ملاتړ ترڅنګ د سولې غوښتنه هم وکړه.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، اوسنی نظام یې د وینو په بدله جوړ کړی او همداسې به ورڅخه په کلکه ملاتړ هم کوي، دوی همدا راز له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره له جګړې لاس واخلي او خلک ژوند کولو ته پرېږدي.

جوړو شویو مراسمو ته د ملکي خلکو ترڅنګ ګڼو ولایتي او امنیتي چارواکو هم ګډون کړی و او له خوست میشتو سره یې د امنیت او نورو پرمختیايي برخو کې ګڼې ژمنې هم وکړې.

دې مراسمو ته له لکڼو سیمې راغلي ځوان صبور ګل اطلاعات روز ته وویل، چې د خوست اوسېدونکي اوس په دې پوی شوي، چې له نظام څخه ملاتړ یې د ښه ژوند سبب ګرځي او که ملاتړ ونه شي، نو افغانان به یو ځل بیا د تېرو کلونو ناخوالو ته وګرځي.

جوړو شویو مراسمو ته د ملکي خلکو ترڅنګ ګڼو ولایتي او امنیتي چارواکو هم ګډون کړی و او له خوست میشتو سره یې د امنیت او نورو پرمختیايي برخو کې ګڼې ژمنې هم وکړې.

هغه داسې وویل: «مونږ چې نن دلته له لکڼو سیمې د خوست ګربزو ولسوالۍ ته راغلي یو، هدف مو له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او همکاري ده، که ولس له نظام سره ونه دریږي، نو په لوی لاس به ځان د تېرو کلونو ناخوالو ته وګرځوي.»

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی مالک تڼی هم د نظام په ملاتړ او سولې غوښتنې لپاره جوړې شوې غونډې ته راغلی و، هغه وویل، چې دوی نور له جګړو ستړي شوي او نه غواړي، پرمختللی خوست یو ځل بیا د نورو په اشاره په کنډواله بدل شي، مالک له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

نوموړي وویل: «جګړه هیڅ ګټه نه لري، ګټه یې زمونږ ګاونډیان وړي، نو ولې دې زمونږ ولس ووژل شي یا دې همدا سرمایه د تېر په څېر له منځه ولاړه شي، زه په طالبانو د یو ملکي وګړي په صفت دا غږ کوم، چې افغان وژنه بس کړئ او د ټوپک پر ځای ارامه ژوند کول پیل کړئ.»

په دې مراسمو کې د نظام د ملاتړ او سولې غوښتنې په موخه د کرکټ سیالۍ هم ترسره شوې، چې ګڼو سیلانیانو یې ننداره کوله، د یادې لوبې مسوول شفیق الله ګربز اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې له دې سیالیو یې موخه د یووالي پیغام خپرول او د سولې غوښتنه وه.

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی مالک تڼی هم د نظام په ملاتړ او سولې غوښتنې لپاره جوړې شوې غونډې ته راغلی و، هغه وویل، چې دوی نور له جګړو ستړي شوي او نه غواړي، پرمختللی خوست یو ځل بیا د نورو په اشاره په کنډواله بدل شي.

د هغه په خبره چې خوست میشتي په ټوله مانا له امنیتي ځواکونو او نظام څخه ملاتړ کوي او ورانکاره ډلو ته به اجازه ورنه کړي، چې امن خوست یو ځل بیا په نا امنۍ بدل کړي.

شفیق الله وايي: «مونږ دلته د سولې او ورولۍ تر نوم لاندې د کرکټ سیالۍ په لاره اچولې وې، چې تاسو ولېدل د والي په ګډون زرګونه کسان راغلي و، له دې لوبو زمونږ هدف دا وه، چې مینه خپره کړو، ځوانانو ته د ورورولۍ پیغام ورکړو او مخالفو وسله والو ته هم دا وښایو، چې ولس له نظام او امنیتي ځواکونو سره دی او ملاتړ یې کوي.»

جوړو شویو مراسمو ته د خوست والي مهمند کټوازی هم ورغلی و، نوموړي له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د خوستوالو ملاتړ وستایه او ډاډ یې ورکړ، چې د همدې ولس په همکارۍ به د دولت مخالفې وسله والې ډلې ونه توانیږي، چې نظام کمزوری او شتمۍ یو ځل بیا په تباهۍ بدلې کړي.

ښاغلي کټوازي داسې وویل: «همدا نن چې کوم ولس د نظام او امنیتي ځواکونو په ملاتړ راټول شوی، دا نه یوازې ماته لوړ مرال راکوي، بلکې په سرتېرو هم مثبت اغېز کوي، نن یو ځل بیا د خوست ولس په ډاګه کړه، چې دوی له نظام او امنیتي ځواکونو سره دي او پردي پالو ته د ورانۍ او مالکیت اجازه نه ورکوي.»

جوړو شویو مراسمو ته د خوست والي مهمند کټوازی هم ورغلی و، نوموړي له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د خوستوالو ملاتړ وستایه.

هغه له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې به نورې هم ګڼې رغیزې پروژې پلې کوي او د ولس شته ستونزو ته به جدي پام وکړي.

نوموړی وايي: «زه د ولایت په نماینده ګي له خوست ولس سره ژمنه کوم، چې تر خپله وسه به دې ولایت ته د رغنیزو پروژو په تطبیق او د خلکو شته ستونزو په هواري کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړم، همدا ولس دی، چې په خپل ملاتړ یې سیمه امن کړې او د پرمختګ په حال کې دي.»

د ګردبزو او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي په داسې مهال له نظام او امنیتي ځواکونو د ملاتړ غږ پورته کوي، چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د بېلابېلو ولسوالیو او سیمو سلګونه اوسېدونکو له نظام څخه د ملاتړ په موخه ولسي پاڅونونه کړي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه