خبریال: حبیب الله سراب
ځاځي اريوب د پکتيا ولايت د طبيعي ښکلا لرونکې پراخه سيمه ده، چې ګڼو ځنګلونو، دنګو نښترونو، سړو چینو او يخې هوا يې زيات خلک ځان ته جذب کړي دي، یادې ولسوالۍ ته به هر کال په خوښیو او نورو ملي ورځو کې زرګونه سیلانیان له پکتیا، خوست او د هیواد له نورو ګڼو ولایتونو څخه د تفریح لپاره ورتلل، خو د دې ولسوالۍ له سقوط وروسته په تېر لوی اختر کې د سیلانیانو ورتګ د پخوا په پرتله د پام کم و.
د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په نوم سیمې ته ورغلي نور احمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له دوی سره زیاتره ملګرو د تګ لپاره زړه په دې ښه نه کړ، چې حکومت او طالبانو د اختر لپاره اوربند نه و، کړی.
نوموړی زیاتوي، چې هلته وسله والو طالبانو ځینې محدودیتونه لګولي و او هم یې په موسیقي بندیز لګولی و.
هغه وویل: «مونږ چې د تفریح لپاره ځاځي اریوب ته تللي و، زیاتره ملګرو له ورتګ انکار وکړ، هلته چې لاړو، د سیلانیانو شمېر ډېر کم و او هم چاته د موسیقۍ او نورو مراسمو د ترسره کولو اجازه نه ورکوله، ځکه هلته طالبانو په خلکو ځینې محدودیتونه وضع کړي و.»
جمیل هم له هغو سیلانیانو و، چې له خپلو ملګرو سره ځاځي اریوب ولسوالۍ ته ورغلی و، نوموړي وویل، چې د اوربند نه شتون له امله د سیلانیانو شمېر څو برابره کم او په خبره یې چې ورغلي ځوانان هم یوازې د پکتیا ولایت اوسېدونکي و.
د جمیل په وینا، چې پخوا به یادې سیمې ته له نورو لرې پرتو ولایتونو او سیمو څخه هم ګڼ خلک ورتلل او هلته به یې په «ګوي» سیمه کې شپې هم کولې.
هغه اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ چې دوه ورځې وړاندې له خپلو ملګرو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې او ګوي سیمو ته تللي و، نو هلته د خلکو راتګ ډېر پیکه و، کوم ځوانان چې راغلي و، هغه هم د پکتیا و، پخوا به له خوست، پکتیکا، غزني او ځینو نورو لرې پرتو ولایتونو به خلک راتلل او دلته به یې دوه یا درې شپې کولې، خو لوی اختر ته بیا د بل ولایت کوم سیلاني مونږ ونه لېده.»
د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالي ته د سيل لپاره پخوا د سيلانيانو ورتګ زيات و، په ځانګړي ډول په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د لرو سيمو او ولايتونو ګڼ ځوانان د دې سيمې د طبيعي ښکلا ليدو او سيمه ييزو خوړو لپاره به ورتلل، چې د دوی کاروبار به هم ورسره ښه و، خو د نوموړي په وینا چې لوی اختر کې نه یوازې دا چې د سیلانیانو شمېر کم و، بلکې د سیمې د اوسېدونکو په کاروبار یې هم منفي اغیز کړی و.
«په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ولايتونو تر څنګ له لوی ننګرهار، لوی کندهار او شمالي ولايتونو زرګونه ځوانان او محصلين دلته د چکر لپاره راتلل، د همدې سیلانیانو په راتګ سره به زمونږ او د دې سمیې د خلکو کاروبار هم ډېر ښه و، دلته به مونږ ورته خواړه برابرول او د دوی لپاره به مو نور امکانات چمتو کول، خو متاسفانه چې همد لوی اختر کې مونږ هیڅ ګټه ونه کړه او کړی مصرف هم په مونږ تاوان شو.»
د يادې سيمې اوسېدونکی سردار ځاځی وايي، لومړی بايد د دې سيمې امنيت ته پام وشي، چې په خبره يې د ډاډمن امنيت په شتون کې به پر کورنيو سربېره بهرني سيلانيان هم جذب کړي.
هغه له مرکز ګردېز سره د ځاځي اريوب نښلوونکي سړک د پاتې برخې اساسي رغونه جدي بولي او ټينګار کوي که د تفريح او ګرځندويانو لپاره د اسانتياوو برابرېدو لومړنۍ چارې پيل شي، ګڼ خلک چمتو دي چې زياته ونډه په کې واخلي.
ځاځي وویل: «. موږ له حکومت نه اول د امنيت په برخه کې ډېره توجه غواړو، ځکه ځاځي اریوب اوس د طالبانو په واک کې ده، نو ځکه خلک د راتګ زړه نه ښه کوي، اريوب ته راغلی سړک هم بايد په سم ډول پوخ شي او د سيلانيانو او چکر لپاره بايد ځينې امکانات برابر شي.»
پر دنګو نښترونو د پوښل شوو غرونو په لمنو کې به ډېری وخت کېدونکې موسيقي، د ځوانانو اتڼونه او نورې مېلې ترسره کېدې.
د پکتيا اوسېدونکي پر ملي تفريحي پارک د دې ښکلې سيمې د نومولو او جوړولو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د ژمنې پلې کېدل غواړي او ټينګار کوي، سره له دې چې د دې ژمنې شاوخوا دوه کلونه پوره کېږي، خو تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ عملي کار نه دی شوی.
د يادې سيمې قومي مشر نور ګل علي خېل اطلاعات روز ته په خبرو کې په ولایتي ادارې نيوکه کوي، چې اړونده ادارې د ولسمشر غني له خوا د کړو ژمنو تعقيب ته پام نه کوي او تر دې دمه پر ملي تفريحي پارک د يادې سيمې بدلولو او جوړولو په برخه کې ان لومړني عملي کارونه هم نه دي شوي.
ښاغلي علي خېل وویل: «مونږ د ځاځي اریوب لپاره درې غوښتنې لرو، لومړی دا چې ځاځي اریوب باید له سقوط خلاصه شي، دوهم دا باید په ملي پارک بدله او امنیت ته یې جدي پام وشي او وروستۍ یې دا چې له ګردېزه تر اریوب پورې غځېدلی سړک باید په اساسي ډول ورغول شي.»
د سمیې خلکو د مالوماتو له مخې چې د نورو اخترونو او ملي ورځو په پرتله همدې تېر شوي لوی اختر ته د سیلانیانو شمېر څلور برابره کم شوی و، چې لامل یې د ولسوالۍ سقوط، د اوربند نه شتون او د لارې خرابوالي په ګوته کوي.
د يادونې ده، چې له دې وړاندې د بدخشان پامير ، د باميانو بند امير او د نورستان سيمې د ملي تفريحي پارکونو په نوم نومول شوې دي.