غني

غني: زموږ خلک د ښکاره تجاوز لاندې دي، چې مبنا یې فتنه او وسیله یې مکر او فریب دی

خبریال: بهادرخان رحماني

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې د هېواد پر روان وضعیت، سولې، جګړې او نورو مهمو مسایلو په اړه شاوخوا ۳۸ دقیقه‌اي وینا وکړه. ولسمشر دغه وینا نن (دوشنبه، ۱۱ د زمري) د ولسي جرګې تالار کې وکړه.

ولسمشر اشرف غني وویل چې افغانان اوس مهال د ښکاره تجاوز لاندې دي، چې په وینا یې بنسټ یې فتنه او وسیله یې مکر او فریب دی.

ښاغلي غني وویل: «واضح وایم چې نن زموږ خلک د ښکاره تجاوز لاندې دي، چې مبنا یې فتنه او وسیله یې مکر او فریب دی. دا تجاوز پر موږ تحمیل شوی، دا جګړه پر موږ تحمیل شوې، دا فتنه پر موږ تحمیل شوې. د خدای ج حکم دی چې څوک متجاوز دی او ترې لاس نه اخلي، د دې ډلې د شر پر وړاندې جنګېدل د یوې مسلمانې ټولنې او مسلمان وګړي وجیبه ده.»

ولسمشر غني وویل، تلپاتې او عادلانه سولې ته رسېدو لپاره یې لویه قرباني ورکړې او لویه بیه یې پرې کړې ده. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې یې ډېره نرمي وښوده او داسې ګامونه واخیستل چې نړۍ یې په هېڅ کونج کې د پورته کولو وس نه لري، خو په وینا یې چې مقابل اړخ نه یوازې د سولې خوا ته ګام وا نه خیسته، بلکې په وینا یې چې د دوی اخلاص او صداقت یې کمزوري وبلله او جنګ یې پرې تحمیل کړ.

هغه وویل: «زه او همکاران مې د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پراختیا په شعار انتخاب شوو. خپله ټوله هڅه مو کړې او لا یې هم کوو چې خپل ملت د بشریت له دې بې‌ رحمه وژنو وژغورو. زموږ ارمان له لومړي سره پایداره او عادلانه سولې ته رسېدل وو او اوس هم همدا ارمان لرو.»

ولسمشر اشرف غني وویل چې افغانان اوس مهال د ښکاره تجاوز لاندې دي، چې په وینا یې بنسټ یې فتنه او وسیله یې مکر او فریب دی.

ولسمشر دغه راز د ۱۳۹۷ کال اختر اوربند سولې لپاره یو تاریخي فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه چې باید ترې ګټه اخیستل شوې وی. هغه وویل: «موږ په ۱۳۹۷ کال کې اوربند تجربه کړ، د اختر اوربند وطنی اقدام و، تاسو زموږ د ولس پراخه سینه ولیده. طالب ولیدل چې زموږ سینه څومره پراخه ده. زموږ مېرمنې ځوانان او ټول طالبانو سره وغږېدل او هېچا ورته په ټیټه و نه کتل او سپکې ورته و نه ویلې.»

ولسمشر غني همدارنګه وویل، موږ په هغې درې ورځني اوربند کې طالبانو ته لوی درس ورکړ. د ده په وینا چې د وطني او عملي سولې ټول درسونه یې په خپله په دوه پاڼو کې خلاصه کړل او خپلو خلکو او نړیوالو همکارانو ته یې وړاندې کړل. د ده په وینا، واقعي او پایدارې سولې ته رسېدل د دې خاورې د طبعیت، د دې خاورې د تاریخ د دې خاورې د خلکو او د دې خاورې د عقیدتي، کلتوري او تاریخي بسترونو ژور درک غواړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: «د هغه افغاني بهیر تجربې باید دوام کړی وی او د پایدارې سولې لامل شوی وی، ملي اجماع موجوده وه، د لارې نقشه او مطلوبه پایله یې واضح وه او د افغانانو لویې جرګې تایید کړې وه. له بده مرغه ستونزه له هغه ځایه رامنځته شوه چې د سولې افغاني او نړیوال درسونه مراعت نه شول، د ملي او واقعبینانه لړۍ ځای، یوې وارداتي چټکې لړۍ ونیو، هغه لړۍ چې په خامو فرضیو ولاړه وه او اساس یې پر جمهوریت فشار او ډیموکراسۍ تخریب و. دا لړۍ نه یوازې په سولې تمامه نه شوه، بلکې د یوې متجاوزې، شریرې ډلې د مشروعیت بښولو لپاره هڅې وشوې. دې لړۍ شک او ابهام رامنځته کړ او محصول یې همدا وضعیت شو چې وینو یې.»

ولسمشر دغه راز د ۱۳۹۷ کال اختر اوربند سولې لپاره یو تاریخي فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه چې باید ترې ګټه اخیستل شوې وی.

ښاغلي غني په تکرار ډول وویل، چې د جمهوریت لیکه کې یې موخه عادلانه او تلپاتې سولې ته رسېدل دي، خو په وینا یې چې د طالبانو او ملاتړو نیت کې یې «فتنه» ویني. هغه وویل، د هغوی لپاره چې سپیناوی یې کوي او وایي چې طالبانو تغیر کړی دی، هو طالبانو تغیر کړی دی، په ظلم او تاوتریخوالي کې سخت شوي او د تېر په پرتله ډېر «مزدور» شوي دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې یا د خبرو «واقعي» مېز ته ګونډه په ګونډه ورسره کیني یا یې د جګړې په ډګر کې ګونډې ورماتوي.

هغه وویل: «زما ژمنه تاسو او خلکو ته دا ده چې د هېڅ ورانوونکې ډلې پر وړاندې ګونډې نه وهم، یا د خبرو واقعي مېز ته ګونډه په ګونډه کېنو یا د جګړې ډګر کې یې ګونډې ماتوو. موږ خپله ټاکنه کړې، طالبان او ملاتړي یې دې خپله انتخاب وکړي.»

ولسمشر اشرف غني دغه راز د حکومت نوي امنیتي پلان په اړه هم وویل او زیاته یې کړه چې په دې پلان سره به راتلونکو شپږو میاشتو کې د جګړې روانه څپه دفع او «استقرار» ته به ورسېږي.

هغه وویل، په دې پلان کې د دندو وېش واضع دی. د افغانستان اردو د ستراتیژیکو موخو په دفاع تمرکز کوي. پولیس مو د ښارونو او ستراتیژیکو ولسوالیو امنیت تامینوي او د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت سلاکار دفتر به د خلکو بسیج چارې مخته وړي.

په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې تالار کې وشوه، د کابینې غړیو په کې برخه اخیستې وه.

د ښاغلي غني په وینا: «زموږ امنیتي پلان واضح دی. نه غواړم ډېرې خبرې پرې وکړم. یوازې دومره وایم چې ټول تیاری مو نیولی څو راتلونکو شپږو میاشتو کې د فتنې دغه څپه دفع او استقرار ته ورسېږو. په دې کې هم شک نشته چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د دې پلان مهم عنصر د خلکو ملي بسیج دی.»

هغه وویل، د دې پلان تطبیق لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدینو منظم ملاتړ لري. د نوموړي په وینا نړۍ نور افغانستان کې نظامي حضور نه لري، خو د افغانستان د اړیکو نوی فصل د استحکام او پراختیا حال کې دی. هغه زیاته کړه: «د نړۍ له لوري به ستاسې د امنیتی او دفاعي ځواکونو مالي او سیاسي ملاتړ دوام وکړي، تاسو به وګورئ چې موږ هر ګام اخلو، نړۍ به زموږ په څنک کې وي.»

ښاغلي غني دغه راز خپلو خبرو کې وویل، طالبانو کوم مثبت بدلون نه دی کړی او لا یې هم تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

هغه وویل: «موږ د ترورېزم بې‌مخینې یرغل سره مخ یو. دا یرغل درې اړخه لري. طالب د ۲۴ کالو پخوانی طالب نه دی. طالب نور هم تاوتریخوالي کې کلک، لا هم خونخواره او لا هم ظالمه پر موږ یرغل کړی دی. طالب نه یوازې دا چې داخلي او نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړې نه دي، بلکې دا اړیکې ځواکمنې شوې او تاوتریخوالی یې زیات شوی دی.»

محمد اشرف غني همدارنګه وویل، د اسلام دین او ارزښتونو او دغه راز د بشر حقونو ته د طالبانو بې پروایي او پر ښځو او مدني فعالانو او رسنیو کارکوونکو بریدونه یې زیات شوي دي. هغه وویل، دا ځل افغانان یو تیت او بې تجربې حرکت سره مخ نه دي، بلکې په وینا یې چې د سوق‌الادارې یوې دستګاه سره مخ دي، چې شا ته یې د نړیوال ترورېزم «نامقدس» ایتلاف او ملاتړ ورسره دی. هغه وویل: «له یو داسې یرغل سره مخ یو چې عقبه یې د تیارې فکر ډکوي. له یو داسې یرغل سره مخ یو چې شا ته یې د بندرونو باج اخیستونکي، د هېرویینو په ګډون د نشه‌یي توکو ستر قاچاقبران، د کرومایدو، طلا، لرګیو او روخام او نورو قاچاقبران قرار لري.»

ښاغلي غني د سولې برخه کې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله کړنې وستایلې خو زیاته یې کړه، چې طالبانو کوم مثبت بدلون نه دی کړی او لا یې هم تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

خو ښاغلي غني زیاته کړه چې دا جګړه د نړیوال ترورېزم نامقدسو ډلو او ایډیالوژیو ایتلاف، قاچاقبرانو، باج‌اخیستونو، لارنیوونکو او رهبرانو پر وړاندې بولي.

هغه دغه راز وویل، طالبانو ناسمه محاسبه وکړه چې د جنګ ډګر کې بریا وویني، خو د ده په وینا چې دا «ناسمه» محاسبه به طالبان «ذلیله» کړي او د خلکو مشروع او برحقه دفاع به بریالۍ شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له خوا وروستیو جګړو ته په اشارې ادعا وکړه، چې دغې ډلې د هېواد ګوټ ګوټ کې جنایاتونه وکړل او زیاته یې کړه چې دا «ناحقه» وینې به د طالبانو له لمنې پاکې نه شي.

هغه وویل: «په ټول افغانستان کې له سپین بولدک، لښګرګاه نیولې تر تخار بدخشان او هرات او سیغان نیولی تر کونړ او نورستان پورې د طالبانو د جنایاتو کیسې او راپورونه هره ورځ اورئ. دا ناحقه وینې به د طالبانو له لمنې پاکې نه شي. زموږ د خلکو زړه لوی دی خو د طالبانو جنایتونه چې دا تېرو میاشتو کې یې کړي، دا زموږ د خلکو په  زړونو لیکل شوي. افغانانو سره دښمني درنه بیه لري او طالبانو دا دښمني په پیسو اخیستې. عرض مې دا دی چې لا هم وخت دی دښمني پرېږدئ، د دوستۍ ځنځیر ټینګ کړئ، یو بل ومنئ د یو بل په نه منلو کې هېڅ نوعه ګټه نه تاسو ته ده، نه هېوادوالو ته.»

ولسمشر خپلو خبرو کې همدارنګه وویل، چې اوس د اتحاد او همغږۍ وخت دی، د سلامت او ملامت د جدا کولو فرصت نه دی. ولسمشر غني دغه‌راز خلکو ته په خطاب کې وویل چې باید له ځانه څو پوښتنې وکړي.

هغه وویل: «ایا د ټولو دې دیني، تاریخي، او کلتوري پانګو سره اجازه ورکوو چې د اکوړه خټک او ورته نورې منحرفې مدرسې زموږ برخلیک له بېرونه وټاکي؟ ایا د هغې ډلې پر وړاندې چې د اسلام سر خوارجو سره هېڅ توپیر نه لري، ګونډې ږدو؟ نه، نه، نه»

ولسمشر غني وویل دوه نیم کاله وړاندې یې د امریکا د وخت ولسمشر ته ولیکل چې د پاتې ځواکونو وتلو په اړه پرېکړه وکړي خو په وینا یې چې ځینو ناسمې محاسبې وکړې چې امریکا او متحدین یې په هېڅ بیه له افغانستانه نه وځي، خو بالاخره دا کار وشو.

ولسمشر خپلو خبرو کې همدارنګه وویل، چې اوس د اتحاد او همغږۍ وخت دی، د سلامت او ملامت د جدا کولو فرصت نه دی. ولسمشر غني دغه‌راز خلکو ته په خطاب کې وویل چې باید له ځانه څو پوښتنې وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د اوسني وضعیت لامل دا و چې پرېکړه ناڅاپه ونیول شوه، ما د امریکا ولسمشر ته وویل چې پرېکړې ته یې درناوی لرم، ځکه دا د هغوی پرېکړه وه، خو زه پوهېدم چې دا پرېکړه ځینې پایلې لري او د خطرو مدیریت به یې د افغانانو په غاړه واچول شي. د پښتو مشهور متل دی چې پردی کټ تر نیمو شپو دی. د نړیوالو ځواکونو د وتلو له امله د رامنځته شویو خطراتو مدیریت زموږ او یوازې زموږ مسوولیت دی.»

هغه دغه راز وویل چې دوی په تېرو دریو میاشتو کې له یو غېرمترقبه حالت سره مخ شول. ولسمشر دغه راز وویل چې په همدې میاشتو کې چې جګړو زور اخیستی، خلکو ځینې شایعات خپاره کړل چې ګنې کومه معامله شوې، خو په وینا یې چې داسې هېڅ معامله نه ده شوې.

ښاغلي غني وویل: «موږ د یو داخلي او بهرني تبلیغاتي یرغل سره مخ یو. په دې اړه ځينې اټکلونه هم وشول، زیات شایعات ټول اورو، لکه دا وضعیت چې رامخې ته شو، د یوې پټې معاملې پایله وه، کومه معامله؟ هېڅ معامله نه ده شوې. یوازې د دوه اړخیزې همکارۍ نه شتون او منځنۍ کچې رهبرۍ کې وړې کمزورۍ د دې لامل شوې چې د شک او ابهام حالت یې رامنځته کړ.»

ولسمشر دغه راز وویل چې په همدې میاشتو کې چې جګړو زور اخیستی، خلکو ځینې شایعات خپاره کړل چې ګنې کومه معامله شوې، خو په وینا یې چې داسې هېڅ معامله نه ده شوې.

هغه د همدې خبرې په دوام کې وویل: «د دې دلیل چې زه ولې پخوا دلته تاسو ته را نغلم دا و چې نه مې غوښتل چې د ابهام حالت کې څه ووایم چې ترسره یې نه شم کړی او امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر تطبیق برلاسي نه وي، نه مې غوښتل چې یو خیالي حالت ترسیم کړم او دروغجنې ژمنې وکړم. نن چې ستاسو چوپړ کې یم دا ابهام تر ډېره رفع شوی، د ځواکونو نسبي استقرار راغلی او زه مو چوپړ کې یم چې د راتلونکې په اړه درسره خبرې وکړم. له تاسو غواړم اوږه راکړئ چې یو بل سره د افغانستان لپاره یوه روښانه راتلونکې تامین کړو.»

غني له خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ودرېږي او هېواد له روانې ملي ازموینې تېر کړي. هغه دغه راز ټینګار وکړ چې د ښځو او بیان ازادۍ په ګډون د تېرو کلونو لاسته راوړنې به خوندي پاتې شي.

طالبانو ډلې بیا د ولسمشر محمد اشرف غني نننۍ څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.