اتمر

اتمر: نړیواله ټولنه باید د هېواد ښارونو کې د دې «وحشي» جګړې مخه ونیسي

خبریال: بهادرخان رحماني

د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وایي، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانستان خلکو سره ودرېږي او په ټول افغانستان په ځانګړي ډول ښارونو کې د دې «وحشي» جګړې مخه ونیسي.

محمدحنیف اتمر چې نن (سه‌شنبه، ۱۲ د زمري) یې بهرنیو چارو وزارت کې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د سیمې او نړۍ او نړیوالو سازمانونو له ۳۵ استازو سره یې کابل کې دوه بېلې غونډې لرلې. په دې غونډو کې د افغانستان اړخ د دې هېواد امنیتي وضعیت په اړه، د طالبانو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون او پر بشري حقونو د طالبانو د درنو او نامنونکو بریدونو پایلو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي اتمر وویل، لومړۍ موضوع دا وه چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه باید فورآ یو بل سره همکاري وکړي، څو ښارونو کې د جګړې مخه ونیول شي.

هغه وویل: «طالبانو او بهرني ملاتړو یې خپل تمرکز پر ښارونو او زموږ پر خلکو چې سوېل او ختیځ او شمال او لویدیځ کې یې سوله‌ییزه ژوند لاره او هغوی نېغ په نېغه له یو بلقوه ګواښ سره مخ کړل او دا کولی شي چې یو ډېره بده بشري پایله ولري، په ښکاره مو مطرح کړه چې نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانستان خلکو ترڅنګ ودرېږي او د هېواد ګوټ ګوټ په ځانګړي ډول د هېواد ښارونو کې د دې وحشي جګړې مخه ونیسي.»

ښاغلي اتمر وویل، لومړۍ موضوع دا وه چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه باید فورآ یو بل سره همکاري وکړي، څو ښارونو کې د جګړې مخه ونیسي.

حنیف اتمر پر طالبانو ډلې هم نیوکه وکړه او دغه ډله یې د دوحې سولې تړون کې د کړیو ژمنو پر ماتولو تورن کړل. هغه زیاته کړه چې دغې ډلې د ژمنو خلاف «وحشي» او «بې‌رحمه» جګړه پر لاره اچولې.

نوموړي وویل: «دې ته په کتو چې طالبانو د دوحې سولې تړون ژمنو خلاف، وحشي او نهایت بې رحمه جګړه زموږ د هېواد ګوټ ګوټ کې پر لاره اچولې او د خپلې دایمي ژمنې خلاف چې جنګ یې ګویا د بهرنیو عسکرو پر وړاندې ده، دوی په ثبوت ورسوله چې جنګ یې د خلکو او د افغانستان دولت پر وړاندې دی.»

ښاغلي اتمر دغه راز وویل چې په دې جکړه طالبان یوازې نه دي، بلکې دوی سره نړیوال او سیمه‌ییز «ترهګر» هم دي، د ده په وینا هغه «ترهګر» چې وړاندې د امریکا او ناټو د شتون له امله پټ شوي ول، خو په دې پوهېدو سره چې هېواد کې هوایي ځواک او نظارت کم شوی دی، دوی د طالب جنګیالیو لیکو سره یو ځای شوي او د خلکو او افغان د دولت پر وړاندې یې «وحشیانه» جګړه پر لاره اچولې ده.

هغه وویل: «دې ټکي ته په کتو چې دا ګواښ دی، نه یوازې د افغانستان خلکو ته، بلکې سیمې او نړیوالې ټولنې ته، موږ خپله غوښتنه او هغه موارد چې د افغانستان دولت همکارۍ او نړیوالې ټولنې ته مو اړتیا ګڼله، مطرح مو کړه.»

د بهرنیو چارو وزیر خپلو خبرو دغه راز وویل چې د سیمې هېوادونو سفیرانو او استازو سره ناسته کې  یې دا مسله هم مطرح کړه چې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي او ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ځانګړي ګامونه، سیاسي ګامونه، قانوني او حقوقي ګامونه او د اړتیا په وخت کې ځانګړي امنیتي ګامونه او د قانون عملي کېدل په لاس کې واخلي. هغه وویل چې په دې برخه کې یې د نړیوالو ملګرو ځواب «ډېر» مثبت او د ستاینې وړ و.

حنیف اتمر پر طالبانو ډلې هم نیوکه وکړه او دغه ډله یې د دوحې سولې تړون کې د کړیو ژمنو پر ماتولو تورن کړل. هغه زیاته کړه چې دغې ډلې د ژمنو خلاف «وحشي» او «بې‌رحمه» جګړه پر لاره اچولې.

هغه دغه راز وویل، چې دې ناسته کې یې د بشر حقونو مسله او له بشري حقونو د سرغړونې مخنیوي او د نړیوال بشري قانون مسله په صراحت سره مطرح کړله.

اتمر وویل: «دا د افغانستان او نړیوالې ټولڼې ګډ مسوولیت دی چې طالبان دې ته وهڅوي چې بشري قانون او د بشر حقونو ته درناوی وکړي. زموږ د خلکو بې‌رحمانه وژنې په ځانګړي ډول کندهار، هرات، لښکرګاه، د کابل لویدیځ، لوګر، ننګرهار او بغلان او ټول افغانستان کې د بې‌رحمانه وژنو سربېره، دا ټول باید د نړیوالې ټولنې د جدي اندېښنې لامل و اوسي.»

حنیف اتمر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې په دې برخه کې باید د نړیوال بشري حقونو نظام په حرکت راولو، څو په وینا یې چې دې «وحشیتوبونو» ته مناسب ځواب برابر کړو.هغه وویل، په ځانګړي توګه زموږ پام د جرمونو په نړیوالو محکمې او پام مو د بشري حقونو پر نړیوال سازمان، په ځانګړي ډول د بشر حقونو پر شورا او پام مو همدارنګه د ملګرو ملتونو پر عالي کمشنرۍ و.

ښاغلي اتمر وویل: «په دې برخه کې په داسې حال کې چې موږ د افغانستان د بشر حقونو له سازمانه په ټول ځواب ملاتړ کوو، د دې غوښتونکي شو چې نړیوال بشري حقونو دستګاه باید عمل ته ودانګي. هغه ګامونه چې اخیستل شوي، کافي نه دي، داسې ګامونه باید واخیستل شي، څو وکولی شي چې د عمده مانع په توګه او د مخنیوونکي فکتور په توګه عملآ په افغانستان کې محسوس شي.»

هغه دغه راز وویل، چې دې ناسته کې یې د بشر حقونو مسله او له بشري حقونو د سرغړونې مخنیوي او د نړیوال بشري قانون مسله په صراحت سره مطرح کړله.

هغه په دوام کې وویل، چې ننني جنایتکاران باید د سولې او یا هم د سیاسي پټونې له لارې و نه بښل شي.

نوموړي زیاته کړه: «نه باید هغه جنایتکاران چې نن خلک وژني، سبا معافیت ولري. یا د سولې له لارې او یا هم د سیاسي پټونې له مخې. نو زموږ غوښتنه دا وه چې یو ځل بیا د بشري حقونو نظام د هغو وګړو، د هغو قوماندانانو او سیاسي رهبرانو د جنایاتو مستندکولو په اړه چې عملآ د طالبانو جګړه په غاړه لري او د دې وژنو مسوول شوي دي، باید د دې ټولو پر وړاندې نړیوال قانوني اقدامات وشي.»

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل، دوی له خپلو نړیوالو همکارانو غوښتي چې د سولې لړۍ چټکېدو په اړه په جدیت او په واحد نظر عمل وکړي. هغه وویل: «د سولې خبرو کې نه پرمختګ چې نیغ په نیغه د طالبانو مسوولیت ګڼل کېږي، خو دا کولی شي دا تغیر وکړي، چې که سیمه او نړیواله ټولنه په واحد پیغام طالب مخاطب ونیسي.»

قطر کې د سولې اړوند دوه مهمې غونډې

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، راتلونکو ورځو کې قطر کې دوه مهمې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو غونډه او د پراختیاموندونکې «ترویکا» غونډې جوړېږي.

هغه په دې اړه وویل: «په دې دوو غونډو کې هغه هېوادونه چې په کې ګډون کوي، زموږ پیغام یې اخیستی دی، زموږ پیغام دا و چې یوه اعلامیه چې و نه شي کولی د جنګ او په ځانګړي ډول ښارونو کې د وحشیانو بریدونو مخه ونیسي، یوه داسې اعلامیه چې و نه شي کولی، مسوولین مسوول کړي او یوه اعلامیه چې و نه شي کولی د سولې لړۍ چټکه کړي، د افغانستان د خلکو په درد نه خوري.»

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، راتلونکو ورځو کې قطر کې دوه مهمې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو غونډه او د پراختیاموندونکې «ترویکا» غونډې جوړېږي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، د دوی غوښتنه دا ده چې په دې دوو غونډو کې د سیمې او نړیوالې ټولنې قاطعیت له سیاسي لارې طالبانو ته توضیح شي، چې دوی نه یوازې د افغانستان خلکو او د افغانستان دولت پر وړاندې قرار لري، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې د واحدې لیکې پر وړاندې قرار لري، چې باید جګړه ودروي او د سولې خبرو اترو له لارې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

هغه وویل چې د سیمې او نړیوالو همکارانو ځواب یې په دې اړه هم مثبت و.

د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغانستان دولت د نوي امنیتي پلان په اړه هم غږېدلی دی او ویې ویلې، دې ته په کتو چې د دې پلان عملي کېدل به نه یوازې افغانستان کې بلکې سیمه به هم ارامه او نړۍ ته به هم د امنیت ډاډ ورکړي، له هغوی یې ملاتړ غوښتی.

ښاغلي اتمر وویل: «وروستۍ موضوع مو چې ورسره مطرح کړه هغه د افغانستان دولت د نوي امنیتي پلان په اړه وه. په دې برخه کې مو ټینګار وکړ چې د افغانستان نوی پلان نه یوازې د افغانستان لپاره امنیت راوړي، بلکې سیمې ته به هم امنیت راوړي. دغه امنیتي پلان به د نړۍ د امنیت لپاره مهم وي ځکه بهرني ترهګر همدا اوس د طالبانو په ملاتړ غواړيی هېواد کې پټنځایونه جوړ کړي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي، نو بنآ زموږ غوښتنه دا وه چې له دې پلانه ملاتړ وشي.»

طالبانو ډلې تراوسه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.