اطلاعات روز: د ننګرهار پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت نازیانو ولسوالۍ کې په لومړي ځل له دولسم ټولګي څخه ۱۲ انجونې فارغې شوې.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري نن (یکشنبه، ۱۷ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نازیان د ننګرهار یوه لرې او له جګړو ځپلې ولسوالۍ ده، چې په لومړي ځل یې د نازیانو سروبي لېسې څخه ۱۲ انجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې.
نوموړی وایي، پوهنې ریاست په پلان کې لري چې یادې فارغې انجونې هملته په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه پر دندو وګماري او هم ورته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د ښاغلي شینواري په خبره سږکال د ننګرهار له ټولو ښوونځیو څخه ۱۸ زره زده کوونکي فارغ شوي چې ۴ زره یې انجونې دي.
اصف شینواري زیاته کړه: «د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ د سروبي لېسې څخه په لومړي ځل ۱۲ انجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شوې، پوهنې ریاست په پلان کې لري، چې فارغې شوې نجونې په همدې ولسوالۍ کې پر دندو وګماري او د نورو زده کړو زمینه ورته برابره کړي.»
د ننګرهار پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال په دې ولایت کې یو میلیون زده کوونکي په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه یي انجوني دي.