پکتیا

د پکتیا قومي مشران په محلي کچه د سولې هڅې پیلوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د بېلابېلو سیمو ګڼو قومي مشرانو پریکړه کړې، چې له وسله والو طالبانو سره به په محلي کچه د سولې هڅې وکړي.

دوی دا پریکړه په داسې مهال کوي، چې نن (پنج‌شنبه، ۲۱ د زمري) په پکتیا کې د سولې ولایتي دفتر پرانیسته هم وشوه.

د پکتیا قومي مشران وايي، روانه جګړه د هیڅ کوم لوري په ګټه نه دی، نو پکار ده، چې د پای ته رسېدو لپاره یې ګړنډي ګامونه واخیستل شي.

د دې پرېکړې په اړه قومي مشر ګلام خان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د سولې لپاره له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو قومي مشران راټول کړي او په ګډه به د روان جنګ د ختمېدو لپاره له ښکېلو ډلو سره خبرې وکړي، د نوموړي په وینا که کوم لوری له دې خبرو مخ اړوي، نو دوی مجبور دي، چې له مقابل لوري سره لاس یو کړي.

ګلام خان وايي: «پرون مو د سولې دفتر له پرانیستلو وړاندې د پکتیا زیات مشران راټول کړل او دا پریکړه مو وکړه، چې هم به د طالبانو سیمې ته ورځو او د هغوی له مشرانو سره به خبرې کوو او هم به حکومتي اړخ سره کینو او دوی به دې ته راضي کوو، چې له جګړې لاس واخلي او ارامه ژوند ته دوام ورکړي.»

د منګلو قومي مشر شانواز داود هم د پکتیا ولایت د مشرانو دا پریګړه ګټوره بولي او وايي، که د سولې لپاره په محلي کچه هڅې ونه شي، نو د هغه په خبره، چې په بهرنیو هیوادونو او عصري هوټلونو کې د سولې بهیر بریالیتوب ناممکن دی.

نوموړي وویل: «دا پریکړه، چې د پکتیا مشرانو کړې، زه یې په نېک پال نیسم، که په دې کې ښکېل مشران په رښتوني ډول هڅې وکړي، باوري یم، چې یوه مثبته پایله به ولري، دواړه غاړې د مشرانو پریکړې ته زیات اهمیت ورکوي او انشاالله چې وبه کولی شي، تر څو دې روان ناسم وضعیت ته نور د پای ټکی کېږدي.»

د منګلو قومي مشر شانواز داود هم د پکتیا ولایت د مشرانو دا پریګړه ګټوره بولي او وايي، که د سولې لپاره په محلي کچه هڅې ونه شي، نو د هغه په خبره، چې په بهرنیو هیوادونو او عصري هوټلونو کې د سولې بهیر بریالیتوب ناممکن دی.

بل پلو بیا د پکتیا ولایت د قومونو، یووالي او ټولنیزې شورا مشر جنرال نقیب الله د پکتیا له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د روان وضعیت د ښه والي لپاره خپله لاس په کار شي او چاته اجازه ورنه کړي، چې عامه شتمنیو ته یې زیان پېښ کړي، هغه د سولې ولایتي دفتر د پرانیستې په مراسمو کې په دواړو غاړو غږ وکړ، چې جګړه ودروي او مشران پریږدي، چې د مرکو او جرګو له لارې روان ناروین پای ته ورسوي.

څرګند وویل: «که ولس په خپله د ځان دفاع ونه کړي، نو دا ناممکنه ده، چې بل څوک ستا دفاع یا له تا ساتنه وکړي، وضعیت داسې شوی، چې ولسي پاڅون باید وشي او هیڅ ډله دې ته پرې نه ښودل شي، چې د ښار په منځ کې جګړه وکړي او ملي شتمنۍ لوټ او له منځه یوسي، نو زه په طالبانو او حکومت دا غږ کوم، چې مشران پریږدي، تر څو د جنګ پای ته رسېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.»

په همدې حال کې بیا د سولې ولایتي دفتر لپاره ټاکل شوي ریس عصمت مصلح اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له شخصي ګټو لرې به دوی د سولې لپاره پوره هڅه وکړي، نوموړي د معرفت په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه، چې له قومي مشرانو سره په همغږۍ به له  وسله والو طالبانو او افغان حکومت ځايي مشرانو سره په دې هدف تر هغو جدي خبرې کوي، تر څو یوې مثبتې پایلې ته نه وي رسېدلي او وسله والو جنګیالیو له جګړې لاس نه وي اخیستی.

هغه وايي: «مونږ اول د مشرانو دا پریکړه، چې دوی پرون کړې یو ښه ګام بولو، بله مونږ به د خپل دفتر له اړخه د یادو مشرانو سره یو ځای او په همغږۍ، د افغان حکومت له ولایتي مسوولینو او د طالبانو له مشرانو سره کینو، د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راوستو په موخه به ورسره خبرې کوو، که هره ستونزه هم په دې بهیر کې مونږ ته پیدا کیږي، هدف به مو دا وي، چې جګړه ختمه شي او ولس نور په ارامه ژوند کولو ته پرېښودل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې له لارې هیڅوک نه شي بریالي کېدلی او نه هم په زور افغان حکومت دا اجازه ورکوي، چې په خلکو حاکمیت وکړي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې حکومت له پخوا سولې ته ژمن دی او د هغه په وینا که وسله وال طالبان هر وخت وغواړي، دوی چمتو دي، چې ورسره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې له لارې هیڅوک نه شي بریالي کېدلی او نه هم په زور افغان حکومت دا اجازه ورکوي، چې په خلکو حاکمیت وکړي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي داسې وویل: «تاسو ته مالومه ده، چې د حامد کرزي په دوره کې هم حکومت په طالبانو د سولې غږ کړی و، اوس ولسمشر غني هم هره ورځ په ملي او نړیوالو غونډو کې د سولې غږ پرې کوي، مونږ هم په ولایتي کچه په طالبانو د حکومت له اړخه دا غږ کوو، چې وروره راشه او د خپلو افغان وروڼو له وینې تویولو لاس واخله.»

که څه هم وړاندې له دې وسله والو طالبانو د سولې لپاره لومړی شرط د بهرنیو ځواکونو وتل یاد کړي و، خو اوس د هغوی له وتلو او د بندیانو له خوشي کېدو وروسته هم په هیواد کې جګړې زور اخیستی، خو په دوحه کې بیا د افغان سولې لپاره روانې هڅې له نامالوم برخلیک سره مخ شوې دي.