د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې شاه او ناوې، چې د واده لومړۍ شپه يې وه د ګازي بخارۍ له امله مړه شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه (شنبه، ۱ لیندۍ) د ګردېز ښار اړوند رباط سیمې په مهاجرینو کمپ کې رامنځته شوې ده. د مالوماتو له مخې دوی د اریوب ځاځي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي ول.
کورنۍ يې وايي، چې مړ شوی ځوان نجيب الله نومېده او د يخې هوا له امله يې په خپله خونه کې ګازي بخارۍ روښانه کړې وه.
د کورنۍ غړي يې عبدالله نن (یکشنبه، ۲ لیندنۍ) اطلاعات روز ته وويل: «د واده اوله شپه يې وه، کوټه کې يې ګازي بخارۍ لګولې وه، ګنګس کړي و او دواړه مړه شوي دي.»
دا لومړی ځل نه دی، بلکې په دې ولایت کې له دې وړاندې هم د ګازي بخاریو له امله ورته پېښې رامنځته شوي دي.
