ماین

د پکتیا اوسېدونکي: طالبان دې په لرو پرتو سیمو کې خښ کړي ماینونه بیرته وباسي

 خبریال: حبیب الله سراب

میاشت وړاندې د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا په وسله والو طالبانو عملیات پیل کړل، چې د مخنیوي په موخه یې طالبانو په لویو لارو کې د سړک له غاړو ماینونه ځای په ځای کړل او په یادو لارو د خلکو تګ- راتګ بند شو، اوس چې واک د اسلامي امارت وسله والې ډلې ته ورسپارل شوی، د ځینو سیمو د اوسېدونکو په وینا چې لاهم په زیاتره لارو کې خښ کړای شوي ماینونه په خپل ځای پاتې دي، چې د سمیې اوسېدونکي یې اندېښمن او له طالبانو د یادو ماینونو د بیرته ایستلو غوښتنه کوي. 

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد توتاخېل اطلاعات روز ته په خبرو کې وايي، چې دوی لاهم د ماینونو له وېرې کلي ته په لویه لاره تګ – راتګ نشي کولی او نه هم ورته لارښوونه شوې، چې په دې لاره لاړ نه شي. د هغه په خبره چې د سیدکرم ولسوالۍ له سقوط یوه دوه ورځې وروسته د چنیو په سیمه کې په مالکیانو ماین چاودنه وکړه، چې د یوې کورنۍ په کې ۱۲ غړي و وژل شول. 

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دې ماینونو د بیرته اېستلو لپاره لاس په کار شي، تر څو خلک په ډاډه زړه تګ- راتګ وکړي. 

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد توتاخېل اطلاعات روز ته په خبرو کې وايي، چې دوی لاهم د ماینونو له وېرې کلي ته په لویه لاره تګ – راتګ نشي کولی او نه هم ورته لارښوونه شوې، چې په دې لاره لاړ نه شي.

توتاخېل وویل: «زمونږ په سیدکرم ولسوالۍ کې هغه مهال چې د پکتیا ځینې ولسوالۍ سقوط شوې، نو طالبانو په لویو لارو کې د امنیتي ځواکونو د مخنیوي په موخه ماینونه ځای په ځای کړل، چې ځینو یې چاودنه وکړه او ځینې نور لاهم په لرې پرتو سیمو کې په ځای پاتې دي، مونږ چې کله خپلې سیمې یا کلي ته تګ-راتګ هم کوو، په وېره کې یو.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خالد نوري اطلاعات روز ته وویل، چې د چینو او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو له وېرې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې په خپل لاس خښ کړای شوي ماینونه بیرته وباسي.

نوموړي وویل: «تاسو ته به مالومه وي، چې شاخوا ۲۰ ورځې وړاندې کله چې په سیدکرم کې جګړه شدیده وه، نو د چینو په سیمه کې د ملکي وګړو په یو موټر ماین چاودنه وکړه او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان په کې ووژل شول، نو لاهم په هماغه سیمه کې د خلکو وېره د تګ- راتګ په برخه کې شته او په ډاډه زړه پرې تګ نشي کولی.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي، د سهاکو سیمې اوسېدونکي کامران زرمتي وویل، چې په سیمه کې یې ځینې لویې لارې لاهم کیندل شوې او په کې ماینونه شتون لري، هغه زیاتوي، چې طالبانو ته یې د دې ماینونو د بیرته ایستلو غوښتنه هم کړې، خو لاهم ځینې سیمې په یادو ماینونو پوښل شوې پاتې دي. 

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خالد نوري اطلاعات روز ته وویل، چې د چینو او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو له وېرې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې په خپل لاس خښ کړای شوي ماینونه بیرته وباسي.

کامران وايي: «زمونږ په زرمت کې که څه هم د ګردېز-تعمیر ترمنځ لویه لاره د د ترافیکو په مخ خلاصه شوې، خو په ولسوالۍ کې ځینې داسې لارې لاهم شته، چې هلته په کې د حکومت د وخت ماینونه، چې د طالبانو له خوا ورته اېښودل شوي و، لاهم شته او د بیرته ایستلو لپاره یې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.»

د سړک له غاړې ځای په ځای شویو ماینونو او د جګړو له وېرې له سیدکرم، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بېځایه شوې هم وې، خو لاهم ځینې کورنۍ د یادو ماینونو له وجې بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوې، له دې ډلې یې حاجي ولي جان هغه څوک ده، چې کور او کلی ورڅخه پاتې او په مرکز ګردېز کې اوسېږي، نوموړی وايي، سیمه یې امن کې شوې، خو دوی په لارو کې د ماینونو له امله تګ ته زړه نه ښه کوي. 

هغه داسې وویل: «مونږ هغه وخت ګردېز ته راغلي یو، چې په زرمت کې جګړو زور واخیست، اوس هلته امنیت ښه شوی، خو مونږ لاهم دلته پاتې یو، کله چې مونږ مالومات وکړل، نو لارو کې لاهم خښ کړي ماینونه لاهم شته او هیله مو دا ده، چې طالبان د خلک  ژوند ساتنې لپاره ټول ماینونه بیرته راوباسي، تر څو خلک په ډاډه زړه تګ- راتګ وکړي.»

و مو غوښتل، چې په دې اړه د طالبانو د ولایتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له بار بار هڅو وروسته بیا هم بریالي نه شو، خو د دې ستونزې په اړه یو طالب وسله وال چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، اطلاعات روز وویل، چې دوی زیاتره ماینونه بیرته ایستلې او هغه چې پاتې خښوونکي یې وژل شوي چې د ځایونو په اړه یې دوی مالومات نه لري. 

د اسلامي امارت وسله والې ډلې ته د پکتیا له ورسپارل کېدو تر دې دمه کومه امنیتي او جنايي پېښه نه دی رامنځته شوې او خلکو هم بیرته عادي ژوند پیل کړل دی، خو غوښتنه کوي، چې په دولتي ادارو کې خلکو ته خدامات بیرته پیل کړي.