افغانستان بې وزلي

د ملګرو ملتونو ناسته کې افغانستان سره له یو میلیارد ډېرو ډالرو بشري مرستو ژمنه وشوه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه د جینېوا له غونډې وروسته وویل چې په دې غونډه کې له یو میلیارد ډالرو څخه ډېرې افغانستان سره ژمنه شوې ده.

ښاغلي ګوترش ویلي چې د ملګروملتونو د وزیرانو عالي شورا د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ۱۵۰ ګډونوالو او ۹۰ هیوادونو په شمول غونډه ترسره شوه او دا د دې ښکارندویې کوي چې افغانستان اوس هم د نړیوالي ټولني لپاره مهم دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي ویلي: «موږ باید په ذهن کې وساتو که د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي، نو بشري مرستي ستونزي نه شي حلولی.»

هغه له نړیوالي ټولنې غوښتي څو پریږدي چې د افغانستان اقتصاد نفس واخلي او په پایله کې له سقوطه یې مخنیوي وکړي.

آنتونیو ګوترش تیره ورځ د ملګروملتونو د وزیرانو عالي شورا په غونډه کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه د دې سازمان د غړو هیوادنو څخه غوښتنه کړې چې ۶۰۶ میلیونه ډالره په راتلونکو څلورو میاشتو کې ۱۱ میلیونه کسانو ته سمدستي مرستې چمتو کړي.

ګوترش ویلي کومه تمه يې چې له دې غونډې درلوده، په بشپړه توګه لاس ته راغلي دي.

په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیاوې د وچکالۍ او د کرونا وبا د شتون له امله و. واک ته د طالبانو رسیدو سره دا اړتیاوې ډیرې شوې.

مخکې له دې د ملګروملتونو د سازمان پراختیا او بیارغونې برنامې په یو اعلامیه کې ویلي و چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په منځ کې له ۱۰ تر ۱۳ سلنې د داخلي ناخالصو تولیداتو کموالي اټکل شته دی.

د دې ادارې د ارزونو پر اساس افغانستان د نړیوالې بیوزلۍ سره مخ دی او د دې بیوزلۍ کچه به تر ۹۷ سلنه پورې ورسیږي.