اطلاعات روز: د افغانستان بانک وایي، د مخکیني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو له ځایونو یوه اندازه نغدې ترلاسه شوې پیسې د طالب مسوولینو له لوري، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) له خپلې فیسبوکپاڼې په خپرېشوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پیسو کچه (۱۲۳۶۸۲۴۶) دولس میلیونه درې سوه اته شپېته زره دوه سوه او شپږ څلوېښت امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د خبرپاڼې په وینا چې د دې پیسو ترڅنګ یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم په کې شته چې ډېری برخه یې د امرالله صالح له ځایه ترلاسه شوي دي او د افغانستان بانک ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله واثق یو ځل اطلاعات روز ته د امرالله صالح په کور کې د پیسو موندنه رد کړې وه. وروسته بیا د نوموړي په ګډون ځینو طالب مسوولینو پر خپل ټوېټرونو کې تاییدوله چې د ښاغلي صالح په کور کې یې پیسې موندلي دي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه دغهراز وایي، طالب چارواکو د افغانستان بانک ته د یادو نغدو پیسو د سپارلو پر مهال یادونه وکړه چې دوی په هره برخه کې روڼتیا ته ژمن دي او له همدې کبله یې د یادو چارواکو نغدې پیسې د افغانستان بانک خزانې ته سپارلې دي.
د یاد بانک خبرپاڼه زیاتوي: «یاده کچه پیسې د افغانستان د پخواني نظام د لوړپوړو چارواکو امرالله صالح او د ملي امنیت د ځایونو او راپورونو په ترڅ کې تر لاسه شوې دي چې په نغدي ډول یې ساتلې وې، خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی دا دومره زیاتې پیسې له کومې لارې ترلاسه کړې او ولې یې ساتلې وې.»
خبرپاڼه پای کې وایي، د طالبانو نوی حکومت روڼتیا ته ژمن دی او د پخوانیو متبارزو سیاسي څېرو له ځایونو تر لاسه شوې نغدې پیسې ملي خزانې ته سپاري.