کونړ

کونړ ته د کرنې وزارت پلاوي سفر؛ «د ځنګل پرېکېدل په مطلق ډول بند دي»

اطلاعات روز: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي په هکله کونړ ته خپل سفر کې موندلې چې دغلته د ځنګل پرېکېدل بشپړ بند دي.

دې وزارت په دې اړه نن (شنبه، ۲۷ د وږي) په خپلې فیسبوکپاڼې خپره‌کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی کونړ کې هغه ولسوالیو ته لاړ چې په لویه کچه د ځنګل د پرېکېدو او د لرګیو د قاچاق په کې ویل کېدل.

خبرپاڼه لیکي: «په دې سفر کې پلاوي د موضوع له ارزونې وروسته معلومه کړه، چې د ځنګل پرېکېدل په «مطلق» ډول بند دي او د پرتو لرګيو د قاچاق يو څه بېلګې وموندل شوې، چې د مخنيوي په موخه يې د ا.ا.ا د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د ا.ا.ا د کونړ الف رياست او قومندانۍ د استازو په ګډون پلاوي وګمارل شول.»

خبرپاڼه وایي، ياد پلاوې ته د کار څلور محورونه وټاکل شول چې په کې د سون لرګيو د وړلو کچه او ډول معلومول او ولس ته اعلانول، د قاچاقچيانو کشف، د نومونو د نوملړ چمتو کول او اړوندو ادارو ته ورپېژندل، د قاچاقچيانو د همکارانو، وسايلو او وسايطو کشف او ضبط، د پرتو لرګيو دقيقه احصاییه او په راتلونکې کې د نویو ونو د وهلو او د زړو لرګیو د قاچاق مخنيوی شامل دي.»

د کرنې وزارت د خبرپاڼې په وینا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د کونړ ولايت له مقامه د ځنګل د هر ډول پرېکېدو او د لرګيو د قاچاق د مخنيوي ډاډ ترلاسه او په دې برخه کې د جدي هلوځلو سپارښتنه وکړه.