ننګرهار

داعش په جلال‌اباد کې د تېرو دوو ورځو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست

اطلاعات روز: داعش ډلې د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار د تېرو دوو ورځو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستي دی.

رویټرز اژانس داعش پورې اړونده اعماق خبرپاڼې د راپور پر اساس ویلي چې د دې بریدونو هدف د طالب سرتیري ول.

همدارنګه داعش اعلان کړی چې د دې چاودنو په پایله کې له ۳۵ ډېر طالب سرتیري وژل شوي او ټپیان دي.

په تیرو دوه ورځو کې جلال‌اباد ښار د پنځو چاودنو شاهد و چې د څلورو چاودنو هدف د طالب سرتیرو موټرونه ول، د دې چاودنو په پایله کې، درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. دا چاودنې (شنبه، د وږي ۲۷مه) وشوې، چې ډیری قربانیان یې ملکي کسان دي.

همدارنګه تېره ورځ هم په جلال‌اباد ښار کې یوه چاودنه رامنځته شوه چې دوه ملکي وګړي یې ووژل.