ډکې لارۍ او ګڼ مساپر پاکستان ته د تلو په تمه؛ پکتیا کې د پټان-پاړه‌چنار لار لا هم تړلې ده

خبریال: حبیب الله سراب

ګاونډي هېواد پاکستان ته د ګردېز – پټان لویه لار له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هر راز تګ راتګ پرمخ تړل شوې چې د دې لارې موټر چلوونکي او پاکستان ته تلونکي افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د پکتیا ولایت له پټان ولسوالۍ-پاړه چینار او له هغه ځایه پاکستان ته په همدې لارې پخوا د سوداګریزو مالونو ترڅنګ ګڼو افغان مساپرو هم تګ راتګ کاوه، ځکه یاده لاره افغانانو ته په سوداګرۍ او تګ کې تر ټولو اسانه او ارزانه لاره بلل کیږي، خو د نظام له بدلون وروسته پاکستاني حکومت په همدې لاره د مساپرو تګ او د مالونو راوړلو په مخ تړلې ده.

موټر چلوونکي وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته یې کاروبار زیانمن شوی او خلک یې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له ډلې یې محمد نبي اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو شلو ورځو راهیسې د لارې خلاصون لپاره په پوله انتظار کوي، د هغه په وینا له توکو بار موټر یې د ټایرونو خرابېدو له امله د ګټې پر ځای تاوان ور اړولی دی.

هغه وویل: «پخوا مونږ په همدې لاره پاړه چینار ته مالونه لېږدول، خو د طالبانو له راتګ وروسته مو کار خراب شوی، ځکه دروازه تړل شوې او مونږ ورته له تېرو شلو ورځو راهیسې انتظار کوو، موټر مو درانه دي، نوي ټارونه مو ورته اخیستي خو بیرته خراب شول، زمونږ غوښتنه دا ده، چې دا لاره خلاصه کړي.»

د بار وړونکو موټرو یو بل تن چلوونکی خان زمان بیا وايي، که نږدې ورځو کې د پټان- پاړه چینار لاره خلاصه نه شي، نو د دوی په موټرو کې بار خوراکي توکي به له منځه ولاړ شي. هغه له طالبانو او پاکستاني حکومت د دې ستونزې د ژر هواري غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: «دلته مونږ په موټرو کې لمدې مېوې او نور خوراکي توکي بار کړي، که لاره خلاصه نه شي، نو سوداګر به هتما تاوان په کې کوي او ځینې کې بیا یاد توکي خراب شوي هم دي، نو زمونږ هیله دا ده، چې موټروانانو، سوداګرو او نورو خلکو ته باید ستونزې جوړې نه شي دا لاره دې ژر خلاصه شي.»

موټر چلوونکي وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته یې کاروبار زیانمن شوی او خلک یې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې ملي سوداګر ولي مبارز اطلاعات روز ته وویل، دا لاره په تېر کې هم ځو ځله د سیاسي کش مکش له امله تړل شوې، خو د هغه په وینا که د دې مسلې لپاره دایمي حل لاره ونه لټول شي، له پاکستان سره به سوداګریزه راکړه ورکړه لاپیکه شي.

نوموړی وايي: «ستونزه په دې لاره کې اوږد مهاله ده، د جمهوریت په وخت کې به هم چې لږ سیاسي مسایل ښکته پورته شول، نو پاکستان حکومت به افغانان له همدې خوږ ګوتې ونیول او ټولې دروازې به یې پرې وتړلې، نو زه دا وایم، چې طالبان باید له یاد هیواد سره دا مسله دایمي حل کړي.»

د ګردېز – پټان په لویه لاره تلونکي افغان مسافر هم د تګ پرمهال په بېلابېلو بهانو ځورول کیږي، نور ګل چې خپل ناروغان یې د تداوي لپاره یاد هیواد ته لېږدول، د لارې تړل کېدو له امله یې پنځه ورځې انتظار ویستلی، هغه وايي، مجبور دی، چې سختۍ په ځان تېر کړي، تر څو یې د ناروغ تداوي وشي.

نور ګل په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «زه پنځه ورځې کیږي، چې دلته په پټان کې د لارې خلاصون لپاره انتظار کوم، زه مجبور یم ځکه زه باید د پېښور ډاکټرانو ته خپل ناروغ ورسوم، خو لاره راباندې تړل شوې او څوک نه پرېږدي، چې له کرښې پورې غاړه واوړي.»

د دې ستونزې په اړه د طالبانو مسؤلین بیا وایي څو چې د پاکستان حکومت افغانانو ته په پېژندپاڼو د ورتګ اجازه ور نه کړي ترهغو به لار تړلې وي، خو دوی ډاډ ورکوي چې له اړوند مسؤلینو سره یې خبرې روانې دي چې لنډو ورځو کې به دغه ستونزه هواره شي.

د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوال قاري مصطفی وايي، له دې وړاندې پاکستان ته د تګ پر مهال د یو افغان مسافرو په سر ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې اخیستل کېدې، چې ډېرو یې د پرې کولو توان نه درلود.

ښاغلي مصطفی وویل: «مخکې به په ډېره بې رحمانه ډول زمونږ له افغانانو په یو او بل نوم پیسې اخیستل کېدې، اوس مونږ هڅه پیل کړې، چې دغه ستونزې هواره شي او خلک دې ډاډه و اوسي، چې د لارې له خلاصون وروسته به ټول خلک په تذکره تګ او راتګ کوي.»

له پاکستان سره د پټان لارې تړل کېدو له امله نه یوازې دا چې تلونکي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، بلکې په پکتیا کې یې د خوراکي توکو په بیو هم سیوری غوړولی دی او د خلکو په وینا که لارې خلاصه نه شي، نو ګردېز ښار کې به د خوارکي توکو نرخونه نور هم پورته وخېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته