کونړ شلتن

کونړ کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي، د دې ولایت مرکز شلتن ولسوالۍ کې پر ماشومانو یوه پخوانۍ مرمۍ چاودلې، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

 د ځایي خلکو په وینا یاده پېښه تیره ورځ ناوخته (جمعه، ۲ د تلې) هغه مهال رامنځته شوې، چې دغه شپږ تنه ماشومان سیند غاړې ته په لوبو بوخت وه.

د دې خلکو په وینا، د مرمۍ چاودېدو درې ماشومان ځای پر ځای وژلي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایتي روغتون چارواکي هم مني چې د پېښې له ځایه ورته درې ټپیان د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.