افغان مساپر

افغان مساپر: که الوتنې ژر پیل نه شي، وېزې مو له منځه ځي

خبریال: حبیب الله سراب

په سوېل ختیځ زون کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ډیری ځوانان په عربي هیوادونو کې په کاروبار بوخت دي، خو له څه مودې راهیسې چې په نړۍ د کرونا وبا او په افغانستان کې سیاسي کشمکش زیات شوی، کویټ، عربي امارت، سعودي او ځینو نورو عربي هیوادونو ته د دوی تګ، راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او له همدې امله د زیاتره افغان مساپرو وېزې له منځه تللې دي.

له هیواده د نړیوالو الوتنو ځنډېو دغه ستونزه دوه برابره کړې او له دواړو خواو ایسار مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي. د پکتیا ولایت اوسېدونکی نور کمال چې په عربي اماراتو کې کارو بار لري، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په هیواد کې بند پاتې او اماراتو ته د بیا تګ لپاره انتظار کوي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې دی د شپږو میاشتو لپاره په رخصتي خپل کور ته راغلی و او په وینا یې چې لومړی د کرونا او وروسته په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته یې تګ ځنډنی شوی او نشي کولی چې د کار لپاره اماراتو ته سفر وکړي.

هغه وویل: «څلور میاشتې وړاندې زه خپل هیواد ته راغلی یم، ما دا فکر کاوه، چې د کرونا کرنتین به ډېر نه غځیږي او ټاکل شوې راخصتي به په کور تېره کړم او له هغه وروسته به بیرته دوبۍ ته لاړ شم، خو مونږ نه و، خبر چې حکومت به بدلیږي او زمونږ سفر به هم ورسره ځنډیږي، دا یوه لویه ستونزه ده او هیله ده چې حل شي.»

له هیواده د نړیوالو الوتنو ځنډېو دغه ستونزه دوه برابره کړې او له دواړو خواو ایسار مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکي شریف احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې د الوتنو په نه خلاصون اندېښنه څرګندوي او وايي، که یې په نږدې وخت کې کویټ هیواد ته تګ ونه شي، خپله وېزه به له لاسه ورکړي.

هغه زیاتوي، چې کارو بار یې په کویټ هیواد کې دی او که ستونزه په وخت حل نه شي، نه یوازې وېزه به یې ختمه شي، بلکې هلته روان کاروبار به یې هم له منځه ولاړ شي.

نوموړی وايي: «کویټ کې د موټرو کاروبار لرم، دلته مو هغه پیسې چې راوړې وې، خلاصې شوې، اوس کېدونکي مصارف په قرض کوم، ځکه پیسې نشته او لارې هم راباندې تړل شوې دي، زمونږ د زرق ذریعه په عربي هیوادونو پورې تړلې ده.»

پکتیکا ولایت کې هم ګڼ مساپر د پروازونو خلاصېدو ته په تمه دي، د مرکز ښرنې اوسېدونکی ولي جان ارګونی وايي، کامه یې د لامنځه تلو له ګواښ سره مخ دی او په خبره یې چې د کورنۍ اقتصادي ستونزو حل یې د نوموړي په مساپری پورې تړلې ده.

ښاغلي ارګوني وویل: «په کامه کې مې درې میاشتې وخت و، دوه میاشتې دلته د کرونا له امله وځنډېدم او یوه نیمه میاشت کیږي، چې د سیاسي مسایلو له امله زمونږ تګ له خنډ او ځنډ سره مخ شو، نو اوس مې کامه ختمه شوې او د دې ستونزې لپاره بله لاره هم نشته، نو نه پوهېږو، چې اوس څه وکړو.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکي شریف احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې د الوتنو په نه خلاصون اندېښنه څرګندوي او وايي، که یې په نږدې وخت کې کویټ هیواد ته تګ ونه شي، خپله وېزه به له لاسه ورکړي.

نعمت الله افغان بیا هغه افغان مساپر دی، چې درې کاله یې په دوبۍ کې تېر کړي او غواړي بیرته خپل هیواد ته راستون شي، نوموړی د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نعمت الله اطلاعات روز سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې د هغه په شمول ګڼ افغانان خپل هیواد ته د تګ لپاره شېبې شماري، هغه د مساپرو ستونزو په اړه اندېښمن دی او له نوي حکومت د دایمي حل غوښتنه یې کوي او وايي: «زه دلته په دوبۍ کې موټر چلوم، غوښتل مې خپل هیواد ته لاړ شم او رخصتي وکړم، خو دلته ایسار یو، ستونزه په دوبۍ حکومت کې نه ده، بلکې په افغان حکومت پورې تړلې ده، نړیوال پروازونه ځنډېدلي دي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا په ګاونډ خوست کې لسګونه کسانو، چې بهرنیو هیوادونو ته یې تګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی، دوه ورځې وړاندې د خپلو ستونزو حل لپاره په خوست ښار کې لاریون کړی و او له حکومت څخه یې د دوی پر وړاندې د پرتو خنډونو له منځه وړلو غوښتنه کوله.

د یاد لاریون یو تن ګډون وال میرک منګل وویل، چې نوموړی د دریو میاشتو په رخصتۍ راغلی و، خو د هوايي الوتنو ځنډ له امله یې د سعودي هیواد وېزه له منځه ولاړه.

منګل وايي: «زه دلته د دریو میاشتو رخصتۍ لپاره راغلی وم، خو دا دی روانه مې شپږمه میاشت دی، په سعودي هیواد کې کار کوم، خو د هغه هیواد وېزه مې له منځه لاړه، اوس مونږ نه پوهېږو، چې برخلیک مو څه شی دی او څه به کیږي.»

خوست کې هم چې ګڼ شمېر افغان مساپر له ورته ستونزو سره مخ دي، وایي چې ژر تر ژره باید نړیوالې الوتنې پیل شي کنې د دوی ویزې به ختمې شي.

د دې ولایت یو بل اوسېدونکي جمال تڼیوال اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، چې نوموړي په سعودي هیواد کې د کالینو خرڅلاو دوکان درلود او په خبره یې چې د کرونا کرنتین او له میاشتې زیاته موده د سیاسي بدلون له امله یې تګ ځنډېدلی دی، نوموړی وايي، که د هیواد په داخل کې کاروبار نشته او که سفر یې ونه شي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

تڼیوال وايي: «که مونږ سعودي ته لاړ نه شو، دلته هیڅ هم نه شو کولی، ځکه کارونه نشته او مونږ وینو، چې زیاتره ځوانان بې روزګاره ګرځي، نو نوی حکومت دې راپورته شوې ستونزې ژر حل کړي، تر څو ټول ایسار افغانان بیرته خپلو کارونو ته ستانه شي او که دا کار په وخت ترسره نه شي، نو خدای مکړه ګڼ مساپر به قانوني وېزې له لاسه ورکړي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به بهرنیو هیوادونو ته هوايي الوتنې په عادي ډول پیل شي، په همدې حال کې د ملکي هوايي چلند ادارې هم په خپله فیسبوک پاڼه اعلامیه خپره کړې او په کې ویل شوي و، چې د کابل نړیوال هوايي میدان داخلي او نړیوالو پروازونو ته چمت شوی، خو  په سویل ختیځ زون کې بند افغان مساپر وايي، تر اوسه عربي هیوادونو ته الوتنې نه دي پیل شوې.