طالب جنګیالي

تندر قول اردو کې په نظامي زده‌کړو د طالب جنګیالیو سمبالېدل؛ د داعش ځپلو لپاره ګمارل کېږي

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه د «اسلامي اردو» په نوم ۷۵ کسیزه نظامي قطعه له نظامي زده کړو وروسته فارغ شول. مسوولین وايي، یادو کسانو ته په بېلابېلو نظامي برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو سرپرست قومندان مولوي بدرالدین ابراهیمي وايي، یاد کسان به د داعش اوځینو نورو هغو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره وګمارل شي، چې اوس ورڅخه خلک په اندېښنه کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې فارغ شویو ته په ښه ډول نظامي زده کړې ورکړل شوې او کولی شي، په ښه ډول د پکتیا او اړونده ولایتونو د ټولو سیمو امنیت تامین کړي.  

هغه وویل: «نن خوشبختانه، چې مونږ ۷۵ کسان له مسلکي نظامي زده کړو وروسته فارغ کړل، دوی ته په بېلابېلو برخو کې درسونه او عملي ټرنینګ ورکړل شوی دی، نو زمونږ هدف د پکتیا او اړونده ولایتونو امنیت تامین دی، تر څو داعیش او نور مخالف وسله وال سر جګ نه کړي.»

د «اسلامي اردو» په نوم  فارغ طالبان خوښ دي، چې نظامي زده کړې یې بشپړې کړې دي، هغوی وايي، دوی چمتو دي، چې له ولس او خاورې په میړانه ساتنه او دفاع وکړي. ن

نور ګل له دې ډلې یې یو هغه دی، چې پخوا یې د افغان حکومت په وړاندې وسله کاروله، نوموړي وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی، تر څو په ښه ډول له نظامي اړخه خلکو ته خدمت وکړي.

نوموړی وايي: «پخوا مې د اشغال په وړاندې جهاد کاوه او هدف مو د هیواد خپلواکي ترلاسه کول و، اوس به د اردو په د چوکاټ کې دنده په مخ وړو او د هر هغه دوښمن په وړاندې به جنګیږو، چې زمونږ خاوره او د ولس ژوند نارامه کوي.»

جنت ګل هم په تېره یوه نیمه میاشت کې له همدې نظامي زده کړو وروسته فارغه شو، هغه زیاتوي، چې دوی چمتو دي، تر څو د پکتیا په شمول د ټولو سیمو امنیت تامین کړي او په خبره یې چاته به چانس ورنه کړي، چې اوسني امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

جنت ګل وايي: «مونږ پخوا هم د ولس په خیر جهاد کاوه، خو اوس مو مسوولیت لا ډېر شو او له دې وروسته یې که هرې سیمې ته د امنیت ساتنې لپاره لېږلو، ځو به او له همدې خاورې او ولس به ساتنه کوو، هر څوک چې اوسنۍ تامین شوی امنیت خرابوي، پر وړاندې به یې اقدام کوو.»

د طالبانو په حاکمیت سره د سویل ختیځ زون په ټولو ولایتونو کې امنیتي پېښې کمې شوې دي او طالب چارواکي وايي، چې د خلکو د لا امنیت لپاره به دوی هڅه وکړي، څو ارام ژوند ولري.