امیرخان متقي

امیرخان متقي: د نورو هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، له دوی هم ورته غوښتنه لرو

خبریال: بهادرخان رحماني

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو لاملونه د پردیو مداخلې، یرغلونه، کورنۍ جګړې او نورې ناخوالې وې او په همدې ته په اشارې یې له نړیوالو وغوښتل چې نور د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

چارسمبالي وزیر امیرخان متقي پرون (دوشنبه، ۱۹ د تلې) د دوحې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې وینا کړې او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم یې د وینا بشپړ متن پر خپل ټوېټر خپور کړی دی.

نوموړي ویلي: «افغانستان ټولې نړۍ ته د مثبتو اړیکو پيغام ورکوي، موږ نه غواړو چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو، او موږ هم له نورو توقع لرو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. افغانستان له ۱۹۷۸م کال راهیسې د پردیو مداخلو، یرغلونو، کورنیو جګړو او ډېرو نورو ناخوالو قرباني وو.»

ښاغلي متقي ویلي، د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په وینا یې چې دوی له نورو هېوادونو هم هیله لري چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

امیرخان متقي په دوام کې ویلي، موږ غواړو، په کوردننه د ښې حکومتدارۍ او سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. موږ د نورو دولتونو مشروعو ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی کوو او په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو.

هغه ویلي: «زموږ په نظر په افغانستان کې د اوږدې بې‌ثباتۍ او جګړو یو عمده عامل د بهرنیانو له خوا د دغه هېواد اشغال او یا هم زموږ په سیاسي جوړښت کې مداخلې وې. که پردۍ لاسوهنې او تحمیلي نسخې نه وې، موږ افغانان به د یوه سوله خوښي ملت په توګه خپلو کې جوړ راغلي او وختي به سولې او ثبات ته رسېدلي وو.»

ښاغلي متقي ویلي، د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په وینا یې چې دوی له نورو هېوادونو هم هیله لري چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او د ګڼو نورو لوریو له استازو سره لیده کاته ګټور یاد کړي او ویلي یې دي، باور لري چې د دواړو لوریو پر اړیکو به مثبتې اغېزې ولري.

هغه ویلي: «غواړم یو ځل بیا یادونه وکړم، چې د جګړې او فشارونو فصل پای ته رسېدلې دی. افغانستان په خپلو اړیکو کې نوي فصل ته داخلېږي چې دغه نوی فصل نوې غوښتنې لري. پکار ده چې ټول پر مشترکاتو باندې کار وکړو.»

ښاغلي متقي امریکا سره د دوی د دوحې سیاسي هوکړه چې د ۲۰۲۰ز کال فبرورۍ کې لاسلیک شوه، نړیوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو د یو نوي فصل پیلېدو لامل یاده کړې او پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: «د دوحې هوکړه د افغانستان او د نړۍ ترمنځ په ځانګړې ډول دامریکا له متحده ایالاتو سره د اړیکو په تعریف کې د یوه ښه چوکاټ رول لري. موږ باور لرو، چې د دوحې هوکړې بشپړ تطبیق کولای شي زموږ او د امریکا د متحده ایالاتو او متحدینو ترمنځ یې په اړیکو کې شته ستونزې اوارې کړي. نو په همدې اساس، په کار ده چې لوري د دوحې هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي.»

ښاغلي متقي خپلو خبرو کې بیاځلي په ټینګار سره ویلي چې غواړي ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې جوړې او یو متوازن سیاست پر مخ یوسي.

نوموړي ویلي: «لکه څنګه چې ما مخکې وویل، موږ له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړو. موږ پر یوه متوازن بهرني سیاست باور لرو او فکر کوو چې یو متوازن سیاست کولای شي هم افغانستان له بې‌ثباتۍ وژغوري او هم زموږ او د نړۍ د ګټو ساتنه وکړي. موږ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره هم مثبتې او پر همکارۍ او تفاهم بنا اړیکې غواړو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او د ګڼو نورو لوریو له استازو سره لیده کاته ګټور یاد کړي او ویلي یې دي، باور لري چې د دواړو لوریو پر اړیکو به مثبتې اغېزې ولري.

ښاغلي متقي ویلي، افغانستان په جغرافيايي لحاظ د سیمې د څلورلارې حیثیت لري او د دوی حکومت اراده لري چې د افغانستان له دغه ظرفیته پوره ګټه پورته کړي او په سیمه کې د ستر اقتصادي تحول لامل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو دوام کې ویلي، چې افغانستان د یوه مسلمان هېواد په توګه غواړي د اسلامي نړۍ له دولتونو او ملتونو سره نژدې او مثبتي اړیکې ولري. هغه ویلي، نه غواړي چې بهرنیو شخړو کې دخیل شي.

نوموړي په دې برخه کې ویلي: «افغانستان د اسلامي نړۍ د وجود یوه مهمه برخه ده. همداراز موږ له عربي نړۍ او خلیجي هېوادونو سره خاصې اړیکې غواړو. افغانستان نه غواړي چې په بهرنیو منازعو کې دخیل وي؛ بلکې موږ ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړو.»

ښاغلي متقي ویلي، همداراز موږ له اروپايي ټولنې سره هم غواړو تفاهم او مثبت تعامل ولرو. افغانستان غواړي چې د جګړې له فصل څخه وروسته، اوس مثبت تعامل ولري.

هغه ویلي: «نوی حکومت نه غواړي چې ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق او یا هم مجبوره شي. دا وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او نه هم غواړو چې اروپا زموږ د مهاجرو تر بوج لاندې وي، افغانان باید په خپل کور افغانستان کي ښه ژوند ولري.

ښاغلي متقي همداراز ویلي، پر افغانستان له بهر څخه د ځانګړو ایډیولوژيو او سیاسي ماډلونو تحمیل نتیجه نه ده ورکړې. هغه ویلي په نړیواله کچه پر سیاسي تنوع باور لري او نړۍ کې د افکارو، ایډیولوژیو، توکمونو او ژبو تفاوت یو واقعیت دی، دغه واقعیتونه باید وپېژندل شي.

هغه ویلي: «افغانستان د یوه هېواد په توګه او افغانان د یوه ملت په توګه د نړۍ له نورو ملتونو سره توپیرونه او ورته‌والي لري. لکه څنګه چې موږ د نورو توپيرونه درک کوو، توقع لرو، چې د افغانستان توپیرونه هم باید درک شي.»

امیرخان متقي د سیاسي جوړښت په اړه ویلي، افغانانو اوس فرصت موندلی چې د خپلې ټولنې، ملي او دیني ارزښتونو له غوښتنو سره سم یو داسې سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي چې هم په کوردننه ځواب ویونکی واوسي او هم په نړیواله کچه خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړای شي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: «د افغانستان د نوي حکومت کابینه سرپرسته ده او د هیواد د ټولو برخو څخه وړ شخصیتونه پکي لیدل کیږي. د دې لپاره چې حکومتي ماشین ونه درېږي، زموږ مشرتابه یوه سرپرسته کابینه اعلان کړه. هم د کابینې په سطحه او هم د وزارتونو په سطحه اصلاحات روان دي. له موږ سره په حکومت کي پنځه لکه هغه مامورین او کارکوونکي کار کوي او موږ معاشات ورشروع کړي چي په حکومت کي یې له پخوا نه کار کاوه.»

ښاغلي متقي د مخکیني حکومت د مامورینو په اړه دا هم ویلي چې نه غواړي له کاره یې لرې کړي، بلکې غواړي چې له تبعیض پرته د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ځوانانو له وړتیاوو ګټه واخلي.