د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې د ننګرهار کانال د مشر کور مخې ته چاودنه شوې.
د یاد کانال ریاست ویاند سید همایون غریب مل نن (چهار شنبه،۵ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاخوا شپږ بجې او ۳۰ دقیقې د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې په چل متره سیمه کې د ننګرهار کانال رییس عبدالقهار حیدري کور په دروازې پورې نښل شوي ماین چاودنه کړې چې ځاني زیان نه لري.
غریبمل زیاته کړه: «نن سهار د کانال رییس د کور دروازې پورې نښل شي ماین چاودنه کړې چې کوم ځاني زیان نه لري، خو یواځې د کور ښیښې یې ماتې شوي دي.»
میاشت وړاندې د عبدالقهار حیدري پر موټر هم چاودنه شوې وه، چې هغه مهال یې موټر زیانمن شوی و.