پکتیا بالاحصار

طالبان: د ګردېز تاریخي «بالاحصار» بیارغوو

خبریال: حبیب الله سراب

د ګردېز ښار ختیځ ته په څلویښت متره لوړه غونډۍ پرته د بالاحصار په نوم یوه لویه کلا چې شاوخوا ۳۰۰۰ کلن تاریخ لري، په تېرو نظامونو کې د نه پاملرنې له امله یې ډېری برخې نړېدلې او لاهم د ورانېدو په حال کې دي.

دا جنګي کلا چې له خټو او لویو ډبرو جوړه ده، د ۱۰ متره لوړالي ترڅنګ ۳۵۰ متره اوږدوالی لري، په جمهوري نظام کې د وخت ولسمشرانو او  د پکتیا والیانو د دې لرغونې کلا د بیا رغونې او ترمیم کېدو بار ، بار ژمنې وکړې، خو هیڅ یو یې په دې ونه توانېده، چې د اوږدې مخینې همدا سیاحتي او فرهنګي ځای د ورانېدو مخه ونیسي.

د نظام له سقوط وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ژمنه کړې، چې د همدې بالاحصار نړېدلې برخې به بیرته رغوي.

د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور ریس خالقیار احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د ګردېز بالاحصار ځینې برخې د تنظمي جګړو پر مهال نړېدلې وې، چې اوس د طالبانو حکومت ژمن دی، تر څو د دې ترڅنګ په پکتیا کې هغه نورې ودانۍ هم ورغوي، چې تاریخي مخینه لري.

هغه وویل: «دغه د ګردېز بالاحصار هغه لویه برخه یې له میلاد ۳۵۰ کاله وړاندې رغول شوې وه، وروسته د امان الله خان په وخت کې یې نورې چارې بشپړې شوې، خو بیا د تنظمي جګړو پر مهال زیاتره برخې یې ویجاړې شوې، نو اوس د دې د ترمیم لپاره سروې شوې او ورباندې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې دا هم ورته ځانګړې شوې او د سیستم له فعالېدو سره سم به یې کارونه پیل شي.»

د نظام له سقوط وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ژمنه کړې، چې د همدې بالاحصار نړېدلې برخې به بیرته رغوي.

ګردېز بالاحصار چې د نورو پراخه ځایونو ترڅنګ لسګونه خونې هم لري، خو په ویجاړ او کنډ کپر حالت پرتې دي، خالقیار وايي، په دې ودانۍ کې به یو تعمیر د کتابخانې لپاره ځانګړی کړي او د ولایت په کچه به په کې عامه کتابتون جوړ کړي.

نوموړی وايي: «دلته مونږ پلان لرو، چې له ترمیم وړاندې په کې عامه کتابتون جوړ کړو، ځکه ځینې ودانۍ یې د استفادې وړ دي، نو دغه کتابتون به د ولایت په کچه وي او همدلته به نورې فرهنګي ناستې هم ترسره کیږي.»

خالقیار احمدزی خلکو ته د هیواد له نورو ولایتونو هم دې تاریخي کلا ته د لیدو بلنه ورکوي او  وايي، خلک او فرهنګپال کولی شي، چې د فرهنګي پروګرامونو او سیاحت لپاره له کوم خنډ پرته راشي او له داخلي برخو یې لیدنه وکړي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «مونږ له ټولو هیوادوالو همدا غوښتنه کوو، چې له وېرې او کومې ستونزې پرته په ډاډه زړه راشي، دلته په کې فرهنګي پروګرامونه جوړ کړي او هم یې له داخلي برخو لیدنه وکړي، د بالاحصار دروازه د ټولو فرهنګپالو او خلکو په مخ خلاصه ده.»

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د تاریخي عابداتو آمر ګل احمد توتاخېل اطلاعات روز ته د ګردېز بالاحصار اوسنۍ وضعیت د اندېښنې وړ وباله او وویل، چې د دې رغونې لپاره کوټلي ګامونه وانخیستل شي، نو په پکتیا به دغه لرغونې ودانۍ هم له منځه لاړه شي.

ګردېز بالاحصار چې د نورو پراخه ځایونو ترڅنګ لسګونه خونې هم لري، خو په ویجاړ او کنډ کپر حالت پرتې دي، خالقیار وايي، په دې ودانۍ کې به یو تعمیر د کتابخانې لپاره ځانګړی کړي او د ولایت په کچه به په کې عامه کتابتون جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې په تېر نظام کې د وخت والیانو له دوی سره ژمنې کړې وې، چې د ودانۍ ویجاړې برخې به رغوي، خو د هغه په خبره، چې هیڅ یو یې په دې بریالی نه شو، نوموړی اوس د طالبانو په راتګ د دې لپاره د کافي بودیجې غوښتنه کوي.

ګل احمد توتاخېل وايي: «دغه کلا چې زمونږ د پکتیاوالو او په تېره د هیواد لپاره یوه تاریخي مخینه لري، نو متاسفانه چې ډیری برخې یې ړنګې شوې او یا یې هم سامان له منځه وړل شوی دی، نو د دې د رغونې لپاره باید چټک ګامونه واخیستل شي او پرې نه ښودل شي، تر څو پاتې برخې یې هم له منځه ولاړې شي.»

د پکتیا فرهنګ پال هم په دې اړه اندېښمن دي او وايي، که یې د ویجاړېدو مخنیوی ونه شي، نو د ژمي په راتګ سره به یې پاتې برخې هم ویجاړې شي، د مرکز ګردېز اوسېدونکی ساحل منګل وايي، د دې ځای له بیا رغول کېدو سره به نه یوازې تاریخي عابدات ساتل شوي وي، بلکې د سیلانیانو په راتګ به له دې لارې په عوایدو کې هم لوړ والی راشي.

ښاغلي منګل وویل: «د دې د رغونې لپاره مونږ په تېر نظام کې هم له چارواکو غوښتنه کړې وه، چې ترمیم یې کړي او د ویجاړېدو مخه یې ونیسي، نو اوس د طالبانو له ولایتي مسوولینو هم همدا غواړو، چې د ژمي له راتګ وړاندې یې باید غم وخوړل شي، ځکه که دغه کلا ورغول شي، نو سیلانیان به راځي او له همدې لارې به عواید هم ترلاسه کیږي.»

خلک وایي، تېر نظام کې د وخت والیانو له دوی سره ژمنې کړې وې، چې د ودانۍ ویجاړې برخې به رغوي، خو د هغه په خبره، چې هیڅ یو یې په دې بریالی نه شو، نوموړی اوس د طالبانو په راتګ د دې لپاره د کافي بودیجې غوښتنه کوي.

د ګردېز بالاحصار شاوخوا دوه کاله وړاندې د پخواني والي شمیم خان کټوازي په وخت کې یې د سروې چارې پیل شوې، چې د هغه له تګ وروسته ورته د وخت یو بل والي حلیم فدايي دې ته ملا وتړله، تر څو یې سروې بشپړه کړي او د ترمیم چارې یې پیل کړي، خو د بالاحصار سروې لا نه وه بشپړه شوې، چې نظام چپه او واک د طالبانو لاسته ولوېده، که څه هم طالبان د دې د بیارغونې ژمنه کوي، نو روان اقتصادي حالت ته په کتو د پکتیا اوسېدونکي د پام وړ هیله مند نه دي.

د فرهنګ پالو په نظر که دغه تاریخي کلا ورغول شي، نو د فرهنګي مرکز لپاره به مناسب ځای وي او هم به د سیلانیانو له ورتګ وروسته د پام وړ عواید هم ترې تر لاسه شي.