ټکر

ګردېز کې د طالبانو رنجر او کرولا موټرو ترمنځ ټکر یو ماشوم وژلی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د طالبانو رنجر موټر له یو کرولا ډوله موټر سره ټکر کړی چې کرولا کې ناست یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن (يکشنبه، د لېندۍ په ۲۱مه) غرمه مهال د مرکز ګردیز ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند په خوست لين سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقيار احمدزي اطلاعات روز ته وويل، چې دا پېښه د خوست – ګردېز پر لويه لاره د رينجر او کرولا موټر ترمنځ رامنځته شوې، چې ټپيان د پېښې له ځايه حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي په وينا چې ياده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.