لغمان کې طالبان

لغمان کې د طالبانو د استخباراتو مسوول په ګډون د دې ډلې ۳۰ غړي وژل شوي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د طالبانو استخباراتي مسوول او پنځو مهمو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (یک شنبه،۹ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مسوول او پنځو مهمو قومندانانو په شمول ۴۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی دولتزی وایې، په یادو بریدونو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور تپیان شوي دي.

دولتزی زیاتوي: «د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو د وسله والو طالبانو د مهمو غړو په ګډون ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.»

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه ځه نه دي ویلي.