معلول

پکتیا کې «۱۵۰۰» خیالي معلولنیو ته په تېر نظام کې امتیازات ورکول کېدل

خبریال:حبیب الله سراب
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي، هغه کسان یې په نښه کړي، چې د تېر نظام پر مهال یې د شهید او معلول په نوم خیالي معاشونه اخیستل.

د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمد نبي اطلاعات روز ته وویل، دوی د هغو کسانو تعداد مالوم کړی، چې معلول نه و او د اړیکو پر اساس یې د امتیازاتو اخیستلو لپاره خیالي کتابچې جوړې کړې وې.

د هغه په وینا د ۱۵۰۰ کسانو لېست یې وزارت ته استولی ترڅو هغوی ورباندې وروستۍ پرېکړه وکړي.

نوموړي وویل: «مونږ چې په تېرو څلورو میاشتو کې دې نتیجې ته رسېدلي یو، چې هغه کسان په نښه کړو، کوم چې یې د هوايي معاشونو د تر لاسه کولو لپاره خیالي کتابچې جوړې کړې وې او د شهید د کورنۍ او یا د یو معلول حق به یې خوړ، نو زمونږ هڅې لاهم دوام لري، تر څو په دې برخه کې د هغه فساد مخ ونیسو، چې په تېر نظام کې ترسره کېده، دغه کسان چې په نښه شوي، لیست مو وزارت ته استولی دی.»

محمد نبي وايي، د امتیازاتو د ورکړې لپاره به په نږدې ورځو کې د تازه هغو کورنیو جذب هم پیل شي، چې غړي یې د تېر نظام په امنیتي لیکو کې ټپي او یا هم وژل شوي وي.

د شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمد نبي په وینا د ۱۵۰۰ کسانو لېست یې وزارت ته استولی ترڅو هغوی ورباندې وروستۍ پرېکړه وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته به له ځنډ پرته کلني معاشونه ورکول کیږي.

هغه وویل، پلان لري، تر څو له خڼد پرته دوی ته خپل حقه حقوق پر خپل وخت ورکړل شي.

ښاغلي محمد نبي په دې اړه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «مونږ اوس د پخوانیو معلولینو او د شهیدانو د کورنیو برسي پای ته رسولې، نو اوس هغه کورنۍ او معلولین له ځان سره د امتیازاتو د ورکړې لپاره نیسو، چې غړي یې په تېر حکومت په امنیتي لیکو کې وژل شوي او یا هم ټپي شوي وي، هغه که پاڅون کوونکي دي، که پولیس او یا هم د ملي اردو سرتیري.»

په همدې حال کې بیا په دې ولایت کې د جګړو له امله د شهیدانو د کورنیو غړي او معلولین هم له ترسره شوې پروسې خوښ دي، دوی وايي، په تېر کې ورسره یو ځای داسې کسانو معاشونه اخیستل، چې د اړیکو پر اساس یې خیالي کتابچې جوړې کړې وې.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی محمد رازق چې په یو لاس معلول دی، د کار کولو توان نه لري، هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د لېستونو چاڼ د هغو معلولینو لپاره ګټور وباله، چې په تېر نظام کې له خپلو حقونو برخمن نه و.

رازق وايي: «کوم خیالي کسان چې د ریاست له لوري په نښه شوي او هغوی هوايي معاشونه اخیستل، زما په فکر شاید له دې هم ډېر وي، مونږ به لېده، چې معلول به نه و او یا به یې هم د کورنۍ هیڅ غړی شهید شوی نه و، خو د اړیکو پر اساس به ورته کتابچه جوړه شوې وه او د بل حقونه به یې په ډګر په خپل جیب کې اچوه، نو دا ډېره ښه شوه، چې د دوی د فساد مخه ونیول شوه.»

په دې ولایت کې د جګړو له امله د شهیدانو د کورنیو غړي او معلولین هم له ترسره شوې پروسې خوښ دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی نور ولي بیا وايي، د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د پراخه فساد له امله د ګڼو معلولینو د ۱۳۹۶  او ۱۳۹۸ کال حقوق ورک شوي او تر اوسه یې نه دي تر لاسه کړي.

نوموړی په دې کې د وخت مسوولین ښکېل بولي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دغو پیسو او ورته نورو فسادونو څېړنه دې ترې وشي.

هغه وویل: «په تېر نظام کې خو دا عادي خبره وه، چې ځینو کسانو به خیالي کتابچې جوړې کړې وې او د معلول په نوم به یې حقوق اخیستل، بلکې د رښتینو معلولینو او د شهیدانو د کورنیو غړو د کال حقوق به د وخت مسوولینو په جیب کې اچول او مونږ ته به یې ویل، چې ستاسو حقوق ځنډیدلي دي، نو زمونږ هیله دا ده، چې هماغه چارواکي هم د عدالت میز ته راکش شي.»

د جګړو له امله په پکتیا کې سلګونه داسې کورنۍ شته، چې غړي یې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې له لاسه ورکړي، خو لا یې هم هغه حقوق نه دي اخیستي، چې د حکومت له لوري دوی ته ورکول کیږي، معلولین د دې ترڅنګ چې خپل حقونه ورکړل شي، له نړیوالو همکاره موسسو د عصري او حرفوي زده کړو او کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه هم کوي.