اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان د بشپردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د دې دفتر لومړنیو موندنو پر بنسټ، د افغانستان لویدیځ کې وروستۍ زلزلې له ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې کړي او یا هم له منځه تللي دي.
تېره سهشنبه (د مرغومې په ۲۷مه) دوو زلزلو د افغانستان لویدیځ ولایتونه او د ایران ختیځې سیمې وخوځولې. دې پېښې بادغیس ولایت کې درانه زیانونه واړول.
په هماغه ورځ بادغیس کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو اطلاعات روز ته ویلي ول چې په دې ولایت کې دوو زلزلو د پنځو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړي دي.
اوچا نن (شنبه، د سلواغې په ۲مه) په ټوېټ کې لیکلي چې د هېواد لویدیځ کې زلزلې د اوبو سرچینو ته هم زیان رسولی دی.
اوچا په ورته مهال ویلي چې بشردوستانه بنسټونه اوس مهال د بېړنیو مرستو رسولو په حال کې دي.
