محلي سندرغاړی سبیل خان: طالبانو مې درې کاله مخکې د موسیقۍ الات سوځولي وو

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ محلي سندرغاړی سبیل خان وايي، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په سیمه ييزو مجلسونو کې یې د سندرو ویل پریښي او اوس مهال د سلماني په یو دوکان کار کوي.

نوموړی هغه ادعا هم ردوي، چې ګواکې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ځايي طالبانو له لوري ډبول شوی او د موسیقي الات یې ورڅخه سوځولي دي. 

نوموړی وايي، یاده پېښه درې کاله وړاندې رامنځته شوې ده، چې د هغه په وینا وروسته د هماغه وخت د طالبانو ځايي قومندان ورڅخه معذرت هم غوښتی و.

سبیل وویل: «زما د وهلو او ډبولو او د موسیقۍ د الاتو سوځولو پېښه درې کاله وړاندې رامنځته شوې، هماغه وخت زه یو مجلس ته روان وم، چې په لاره کې طالبانو ښکته کړم، ویښتان یې راباندې وشکولو او هم یې ارمونیه راڅخه په عام محضر کې وسوځوله، اوس زه عادي ژوند کوم او سندرې ویل مې پریښې دي.»

ښاغلی سبیل خان چې اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وایي، اړوند بنسټونه دې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلی سبیل خان چې اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وایي، اړوند بنسټونه دې ورسره همکاري وکړي.

د هغه په وینا پخوا یې په مجلسونو کې د سندرو ویلو پر مهال خلکو پیسې ورکولې او تر ډېره یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې حل کېدې.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «زه اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، ۱۲ تنه ماشومان را له غاړې دي، ۱۰۰۰۰ افغانۍ د دوکان کرایه ورکوم، نو پخوا به د ځوانانو مجلسونو ته ورتلم او هلته به خلکو پیسې راکولې، زه له اړونده بنسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوم.»

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ طالب سیمه ییز چارواکي وايي، تر دې دمه هیڅ کومه داسې پېښه نه دی رامنځته شوې، چې په تېرو څلورو میاشتو کې دې څوک ځورول شوي وي.

د یادې ولسوالۍ طالب ولسوال ظاهر ګل اطلاعات روز سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې دوی به د خلکو امنیت ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

طاهر ګل وویل: «له سندرغاړي سره د شوي چلند په اړه مونږ څېړنه وکړه، دا پېښه اوس نه دی شوې او په ویډیو کې راغلي ځینې مجاهددین شهیدان شوي هم دي، مونږ دلته د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره کار کوو، دلته به د هیچا حق هم تر پښو نه لاندې کیږي، نو د ځاځي اریوب ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو، چې خپل ژوند ته دوام ورکړي.»

د یادې ولسوالۍ طالب ولسوال ظاهر ګل اطلاعات روز سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې دوی به د خلکو امنیت ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم له طالبانو غوښتنه کوي، چې د نظام تقوې لپاره باید له ولسي خلکو او د نورو برخو له فعالانو سره ښه چلند وکړي او هغوی دې ته مجبور نه کړي، چې له هیواده تېښته وکړي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی سردار ولي وايي، که څه هم امنیت خورا ښه شوی، خو د ولس د خپلولو لپاره باید په دولتي ادارو کې ښه چلند وشي.

هغه وايي: «مونږ د طالبانو په راتګ ځکه خوښ یو، چې امنیت ښه شوی، چاودنې نشته او خلک خپلې ورځنۍ چارې په مخ وړي، ولې ځینې وخت له داسې پېښو هم خبرو، چې ملکي وګړي، د طالبانو له لوري په یو او بل نوم ځورول کیږي، ښه به دا وي، چې له ولس سره نرم چلند وشي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو او په ټول هیواد کې د عمومي عفوې له اعلان وروسته د تېر حکومت ملکي او امنيتي کسان په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې په مخ وړي او یوه زیاته برخه یې له مجاهدالدینو سره یو ځای دولتي خدمات وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته