اطلاعات روز: بامیانو ولایت کې یوې ډلې ښځو د یوې اعتراضیه راټولېدنې پر لارهاچولو سره، د طالبانو له زندانه کابل کې د معترضو ښځو تمنا رزیاب پریاني او پروانه ابراهیمخېل او د هرات ښځو زندان مخکینۍ مدیرې عالیې عزیزي د خوشېکېدو غوښتنه وکړه.
دغو ښځو چې تېره ورځ (شنبه، د سلواغې په ۲مه) بامیانو ښار کې راټولې شوې وې، طالبانو ته په خطاب کې وویلې چې «اعتراض جرم نه دی، تمنا او پروانه [باید] ازادې شي.» له دې اعتراضکوونکو یوې یې چې و نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، اطلاعات روز ته وویل: «د طالبانو حاکمیت سره، ښځې په بد حالت کې دي او په کور ناستې دي.»
د هغې په وینا، افغانستان کې ښځو په تېرو ۲۰ کلونو کې ښوونې، زدهکړو، سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې درلودې او اوسمهال د طالبانو حاکمیت سره، نه غواړي دا لاستهراوړنې له منځه لاړې شي.
هغې وویل: «طالبان نه شي کولید معترضو ښځو په زنداني کولو، د هغوی د عدالتغوښتنې غږ خپ کړي، بلکې ښځو به نورې هم پیاوړې شي.»
له بلې خوا یوې بلې اعتراض کوونکې ناروې کې د طالبانو او د بهرنیو هېوادونو پلاوو ترمنځ ناستې په اړه وویل چې لویدیځ هېوادونه نه باید د طالبانو «ترهګره ډله» په رسمیت وپېژني. د هغې په وینا، طالبان هېڅ انساني ارزښت ته پایبند نه دي او د ښځو حقوقو ته درناوی نه کوي.
هغوی دغه راز له بشري حقونو سازمان څخه وغوښتل څو د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې بندي کړیو معترضو ښځو ته کوم زیان و نه رسوي او هغوی ازادې کړي.
طالب ځواکونو د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۹مه) د تمنا رزیاب او پروانې ابراهیمخېل پر کورونو یرغل وکړ او هغوی یې ونیولې. دغه راز د هرات ښځو زندان مخکینۍ مدیره د طالبانو په لاس د افغانستان حکومت له نسکورېدو ۹ ورځې وروسته، له خپل کاري دفتره بېرته تللو پر مهال ورکه شوه.
د هغې کورنۍ مخکې ویلي و چې هغه طالبانو نیولی ده.
د دې وګړو نیونې کوردننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.